ښځینه رای‌ورکوونکې د پولیسو له ځور سره مخ شوي

د افغان ښځو شبکې د ولسي جرګې ټاکنو پر مهال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د خپل راپور پایلې اعلان کړې.

د دغه راپور له مخې، پولیسو د رای‌ورکولو په ورځ ښځینه رای‌ورکوونکې ځورولي دي.

په دغه راپور کې لیکل شوي، څومره چې نارینه‌وو ته د ټاکنیزو سیالیو اسانتیاوې برابرې وې، په هغه کچه د ولسي جرګې ټاکنو ښځینه نوماندانو اسانتیاوې نه لرلې.

د افغان ښځو شبکې غړې روبینا همدرد وايي، پولیسو د رای‌ورکولو پر مهال ښځینه ځورولي او په دې اړه د ټاکنو په ورځ ورته معلومات رسېدلي وو.

 په دې څېړنه کې راغلي چې د ټاکنو په ورځ د امینداورو مېرمنو لپاره هم هېڅ ډول اسانتیا په  پام کې نه وه نیول شوې.

د افغان ښځو شبکې غړې زیاتوي، راپور یې د هېواد په کچه د دې شبکې د ۲۲۱ څېړونکیو له لوري چمتو کړی دی.

موږ وغوښتل په‌دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره و نه توانېدو.

اړوند مطالب:

لوګر کې ۵۰ سلنه ښځې ټاکنو کې ګډون نه‌شي کولی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام