
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، ښه کیفیت لرونکي او روغتیايي محصولات بازار ته راغلي چې خلک یې باید په بیه واخلي.
د دې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال احمدجان نعیم چې د درملنې اساسي محصولاتو پېژندلو غونډې کې یې خبرې کولې وویل، درمل او د درملنې هغه محصولات چې مخکې خلکو ته وړیا ورکول کېدل، تردې وروسته به یې د پیسو په بدل کې ورباندې ووېشي.
د نوموړي په وینا، د یادو درملو پلورلو لامل، بازار ته د ښه کیفیت لرونکیو درملو وړاندې کول دي چې په وینا یې، د نړېوالو بنسټونو په مرسته د درملنې ګڼ محصولات بازار ته راغلي او خلک به یې د ارزښت به درک کولو سره په کمه بیه وپېري.
«د او ار اس پوډر، د وینې ډېرولو ګولۍ (فولیک اسید)، زېنک ګولۍ او د اوبو پاکولو ګولۍ (اکواتپس)» هغه درمل او د درملنې محصولات دي چې په ښه کیفیت بازار ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال ۴۰ سلنه امیدوارې ښځې د وینې له کمښت سره مخامخ دي او هرکال شاوخوا ۸۰ زره ماشومان د اسهال ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکوي.





