
د خوست ځېنې مدني فعالان او عام خلک شکایت کوي چې په خوست کې د یوشمېر دولتي ادارو کارکوونکي د رسمي دندو پرمهال حضور نه لري او مراجعین یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي، د حکومتي ادارو ځېنې مامورین او رییسان چې برحاله وکیلانو په دندو ګومارلي اوس د ټاکنو په کمپاین کې وکیلانو سره مرسته کوي.
د هغوی پر وینا، د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي په ساعتونو مزل کوي خو دولتي ادارو کې د مامورینو نه حضور له امله یې کارونه له ځند سره مخ شوي دي.
د خوست دوو اوسېدونکیو حبیبالله او سردارولي چې یوې ادارې ته ورغلي سلاموطندار ته وویل:«عملا مو تجربه کړې ده، څو دولتي ادارو ته ورغلي یو، ګورو چې مامورین او رییسان په دفترو کې موجود نهدي.»
د خوست د والي ویاند طالب منګل سلاموطندار ته وویل، دوی ته تر اوسه په دې اړه شکایت نه دی رسېدلی او د ټولو ادارو دروازې د مراجعینو پر مخ پرانیستې دي.
هغه وايي، ټولې ادارې به تر څار لاندې ونیسي او که چا ورته عمل ترسره کړی وي؛ قانوني چلند سره به مخ شي.
د نوماندانو لهپاره د حکومتي ادارو مامورینو کمپاین نوې خبره نه ده خو د خوست یوشمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، دا ځل د رسمي کمپاین له پیل وړاندې دولتي مامورین په مستقیم او غیرمستقیم ډول د خپلې خوښې وړ نوماند ته کمپاین کوي.





