
د جوزجان ولایت امنیتي مسوولان وايي، چې د دې ولایت د مرکز شبرغان په «آت چاپر» سیمه کې یو سړي له خپلې کورنۍ نه د پیسو د ترلاسه کولو لهپاره په خپله ځان اختطاف کړی و.
دا سړی شاهمحمود د عبدالقادر زوی دی، چې د تښتوونکیو له منګولو نه د خلاصون لهپاره یې له خپلې کورنۍ نه یو میلیون افغانۍ غوښتې وې.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشع وايي، چې شاهمحمود په کندوز او تخار ولایتونو کې پټ شوی و او له هاغو ځایونو نه یې د څوو کسانو سره یوځای له خپلې کورنۍ نه په داسې حال کې د پيسو غوښتنه کړې وه، که یې ورنه کړي؛ وبه یې وژني.
هغه زیاتوي، دا شخص داسې مهال ونیول شو، چې د پيسو د ترلاسه کولو لهپاره جوزجان ته راغلی و.





