
په ښارونو کې د هېوادوالو د ګرځېدو را ګرځېدو له زیاتوالی او پر ګرځېدو د محدودیت له لرې کېدو سره سره د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کورونا ویروس د لمنې پراخېدو په اړه خبرداری ورکوي.
د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین وحیدالله مجروح نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د کورونا ویروس د اخته کسانو ۲۸۱ تازه پېښې ثبت شوي چې په دې سره د هېواد په کچه د ټولو اخته کسانو شمېر ۴ زره ۹۶۳ ته زیاتوالی وموند.
د مجروح په خبره، د کورونا ویروس له دغو ۲۸۱ پېښو ۸۴ په کابل، ۳۳ په بلخ، ۲۸ په میدان وردګ، ۱۴ په تخار، ۱۳ په کندهار، ۲۰ په ننګرهار او بادغیس، ۱۲ په هرات او پنجشېر، ۷ په هلمند، ۱۰ په سرپل او زابل، ۱۲ په پروان، جوزجان او کندوز، ۹ په بدخشان، کاپیسا، غور، نیمروز، روزګان، فاریاب، سمنګان، بامیان او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت معین وايي، په کندهار، نیمروز او جوزجان ولایتونو کې د کورونا ویروس د ۵ اخته کسانو په مړه کېدو سره په هېواد کې د ټولو مړو شویو شمېر ۱۲۷ ته ورسېده.
د مجروح په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ناروغانو د ۳۶ کسانو په رغېدو د هېواد په کچه د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۶۱۰ تنو ته رسېدلی دی.
د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین په هېواد کې د کورونا ویروس د لمنې خورېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، که د هېوادوالو له لوري روغتیايي ټکي او تولنیز واټن مراعت نه شي، دا ویروس به د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي ونیسي.
په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت خبرداری په داسې حال کې دی چې له څو ورځو راهیسې په ډېر شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه هرات، بلخ، فراه او څو نورو ولایتونو کې پر ګرځېدو محدودیت لرې شوی او خلک د کورونا له ویرې پرته په غونډو کې ګډون کوي او په خپل کاروبار بوخت دي.
له دې سره په خوا کې روغتیا پوهان پر دې باور دي چې د ویروس د خطرونو په اړه هېوادوالو ته لازم پوهاوی ورکړل شوی او تر دې وروسته هېوادوال خپله باید له کورونا ویروس نه ځان وساتي.





