غزنی؛ د وړکتون نه موجودیت ښځینه کارکوونکیو ته ستونزې جوړې کړي

د غزني یو شمېر دولتي کارکوونکې وايي، په دغه ولایت کې د وړکتون نه موجودیت له ستونزو سره مخ کړي او داسې ښځینه هم شته چې د همدې ستونزې له کبله یې خپله دنده خوشې کړې ده.

مسعوده چې د غزني په یوه دولتي اداره کې کار کوي او د وړکتون د نه موجودیت له کبله خپل ماشوم ورسره دفتر ته بیايي.

نوموړې وايي، دې ستونزې یې هم ژوند سخت کړی او هم یې پر چارو ناسم اغېز کړی دی.

په همدې حال کې یوه بله دولتي کارکوونکې فرزانه وايي، د وړکتون نه موجودیت ښځینه کارکوونکې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او ان داسې ښځې شته چې له مور کېدو وروسته یې خپله دنده پرېښوده، خو تمه لري چې چارواکي به یې دا ستونزه حل کړي.

د غزني د ښځو چارو رییسه شکریه ولي هم سلام‌وطندار ته وايي چې په ښوونځیو کې د نجونو او په دولتي ادارو کې د وړکتون نه موجودیت ښځینه ښوونکې او کارکوونکې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

د نوموړې په وینا، څو ځله یې یاده ستونزه د کار او ټولنیزو چارو ریاست له چارواکیو سره شریکه کړې او هغوی هم په دغه ولایت کې د څو وړکتونونو د جوړولو ژمنه کړې ده.

خوست کې د ښځینه‌وو حرفوي زده‌کړو کورنی تاوتریخوالی کم کړی

زینب سینما؛ د ښځینه‌وو لومړنۍ سینما بیا جوړېږي

د رسنیو د ښځینه کارکوونکیو ۷سلنه پښتنې دي

لویه څارنوالۍ د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د جنسي‌ځورونې تورونه څېړي

بله‌خوا د غزني د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالباري رحیمي وايي، اوس د دغه ولایت په جهان ملکه او حیدراباد ښوونځیو کې دوه وړکتونونه فعال دي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې وړاندیز کړی چې څو نور هم جوړ کړي.

د افغانستان د کار په قانون کې لیکل شوي ، ټولې ادارې مسوولیت لري چې د ښځینه کارکوونکیو د ماشومانو ساتنې لپاره د ادارې په انګړ کې وړکتون جوړ کړي.  دغه راز د هر تي خوري ماشوم مور ته تر هرو درې ساعتونو وروسته ماشوم ته د شېدو ورکولو په موخه ۳۰ دقیقې اضافي وخت په پام کې نیول شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام