
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۳۹۶ کال په ازاده څېړنه کې یې یوزرو ۵۳۰ ښځې پوښتلي چې له دې شمېره، یوزرو ۳۰۷ مېرمنو تایید کړې چې ځورول شوي دي.
دغو مېرمنو ۳زره او ۸۸۸ د ځورونې او زیاتې پېښې کمېسیون ته ورپه ګوته کړي او ویلي دي چې د دغو پېښو عاملین له ۱۹ تر ۲۵ کلونو ځوانان دي.
د څېړنې پربنسټ، ۵۷،۳ سلنه په ښځو ټوکېټکالې، ۷،۷ سلنه د جنسي اړیکو غوښتنه، ۲۴،۶ سلنه سپکاوی او کنځل، ۳۸،۳ سلنه په اوږې وهل، ۳۶ سلنه شپېلاک کول، ۳۴،۱ سلنه هارڼ کول او موټر ته د خټو غوښتنې، ۴۲،۹ سلنه ځیر ځېر کتل، ۱،۸ سلنه د کورنۍ غړیو لهخوا جنسي اړیکو ته مجبورول، ۴،۴ سلنه په کوڅو او ښارونو کې جنسي اړیکو ته د اړویستو په پار ګواښل، ۲۰،۴ سلنه د جنسي انګېزې په خاطر لمسول او دغه راز د نااخلاقي انځورونو او پيغامونو لېږل په دې ریپورټ کې راوړل شوي دي.
د ویلو ده چې ۳۲،۷ سلنه فزیکي تاوتریخوالی هم دغه ریپورټ راخیستی دی.

د بشري حقونو کمېسیون په ولایتونو کې د صحرايي محکمو له زیاتوالی خبر ورکوي او لامل یې د حکومت کمزوري ګڼي.
د هغو کسانو شمېر چې سږکال یې دغه کمېسیون ته مراجعه کړې د تېرکال په پرتله ۱۱،۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر په خبره، د تاوتریخوالي قرباني شویو مېرمنو شمېر له دغه څه زیات دی چې په راپور کې راوړل شوي دي.
نوموړې وايي، په ولایتونو کې زیاتره مېرمنې کمېسیون ته لاس رسي نه لري او دغه چاره لامل شوې چې د مېرمنو تاوتریخوالي په اړه بشپړې شمېرې راټولې نه شي.
د ځورونو او تاوتریخوالي له امله زیاترو مېرمنو خپل رواني امنیت له لاسه ورکړی او په پایله کې ښوونځي، پوهنتون او خپله دنده یې پرېښې ده.





