د سولې مشورتي جرګه ښایي یوه ورځ نوره هم اوږده شي

دا جرګه پرون د افغان ولسمشر محمداشرف غني په پرانیستونکې وینا پیل شوه او ټاکل شوې‌وه درې ورځې خپل کار پای ته ورسوي.

خو د سولې مشورتي جرګې جوړېدلو کمېسیون یو غړي عبدالرشید ایوبي د چارشنبې ورځ له غرمې وروسته خبریالانو ته وویل، د اداري پلاوي او کمېټو ټاکنو کې د رامنځته شویو ستونزو له امله ښایي دا جرګه یوه ورځ نوره هم وغځېږي.

د سولې مشورتي جرګې نن په ۵۱ کمېټو کې خپل کار پیل کړ چې هره کمېټه شاوخوا ۸۰ غړي لري.

ولسمشر غني پرون د پخوانیو مجاهدینو یو مشر عبدالرب رسول سیاف د سولې مشورتي لویې جرګې رییس په توګه ونومولو.

دغه راز، په ځېنو رپوټونو کې راغلي چې د مشورتي لویې جرګې ریاست څلورو مرستیالانو څوکیو ته ۱۹ او څلورو منشیانو څوکیو ته ۳۰ کسانو ځانونه نومولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام