کابل ـ هرات په لویو لارو کې د ټرافيکي پېښو د مخنيوی پلان

چارواکي د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات په لويو لارو کې د موټر د سرعت د کنټرول په برخه کې د جدي پلان د جوړولو څخه خبر ورکوي.

راپورونه وايي، چې د کندهار د ټرانسپورټ ریاست، ټرافیک او د مسافر وړونکو لویو موټرونو د اتحادیو ترمنځ پردې خبره هوکړه وشوه، چې له دې وروسته به د هرمسافر وړونکي موټرسرعت او وخت څارل کېږي.

د دوی په قول، هیڅ موټر چلوونکی نه شي کولای، چې له ټاکل شوي وخته مخکې کندها رښار ته ننوځي او یا له کندهارښار نه د کابل او هرات ولایتونو په نیت ووځي.

د کندهار د ټرافیکو مدیر سمونوال محمد الله خان وايي، که هرموټرچلوونکي له یادې پرېکړې سرغړونه وکړي، موټر به يې د یوې میاشتی له پاره و درول شي.

محمدالله خان وايي، ددې ترڅنګ يې په لویو مسافر وړونکو موټرونو کې  د بارونو پر وړولو هم بندیز لګولی، ترڅو په دې ډول هم د ټرافیکي پېښو مخه په سم ډول نیول شوې وي.

نوموړي زياته کړه، د امنيې قومندان په ګډون هيڅوک حق نه لري، چې له ټاکلې سرعته زیات تيز لاړ شي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

کندهاریان د لویو لارو د سپرلۍ پرموټرونود څارنې وروستۍ پرېکړې زیات خوښ کړي دي.

دوی له مسؤلینو غواړي، چې موټرچلوونکي هم کنټرول کړي او ترکاري تجربې او اسناد کتلو وروسته په دغو لویو لارو کې ورته د موټر چلولو اجازه ورکړي.  

د کندهارښار یوتن اوسیدونکي ګل احمد همدغه خبره کوي او وايي، د ځینو موټرچلوونکو د بې تجربګۍ له امله د کلي دوه درې کسانو یې په ټرافیکي پيښو وژل شوي دي.

د کندهار د ټرانسپورټ ریاست مرستیال امان الله د خلکو اندېښنه پرځای ګڼي، خو وايي د موټرونو د وخت او سرعت د کنټرول ترڅنګ يې د موټرچلوونکو مسلکیتوب ته هم پاملرنه زیاته کړې ده.  

د ده په خبره هرهغه څوک، چي غواړي د لویو لارو د سپرلۍ موټر وچلوي تر اسناد کتلو او امتحان وروسته په دنده ګومارل کیږي.

امان الله وايي، هیڅکله هغه موټرچلوونکي ته اجازه نه ورکول کيږي، چې له امتحانه او اسنادو پرته موټر وچلوي.

د لویو لارو د سپرلۍ  د موټرونو د اتحادیو په استازیتوب د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ مرستیال احمدالله فېضي وايي، د یادې پرېکړې غړيتوب لري او د عملي کولو له پاره يې سل په سلو کې ژمن هم دی.

فېضي له مسافرینو هم غواړي، چې موټرچلوونکي په سرعت زیاتولو مجبور نه کړي.

د کندهار مسؤلین او د اړوندې څانګې په داسې حال کې د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات د لویو لارو د مسافر ليږدونکو موټرونو پر کنټرول یو زړه کیږي، چې د کندهار د روغتیا ریاست مسؤلینو وايي، د یادو لویو لارو د ټرافیکي پښو قربانیان د سویلي حوزې د جګړو ترقربانیانو زیات دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام