په غزني کې یو ښوونځي ته د بم اېښودل

البیروني د نجونو ښوونځی په کرايي کور کې جوړ شوی و، چې ۱۰۰۰ تنو زده‌کوونکیو په کې زده‌کړه کوله

د غزني د قره‌باغ کلي یو اوسېدونکي سلام وطندار ته وویل، چې بېګا د شپې یوه بجه یې په‌خپله سیمه کې د چاودنې غږ واورېد او سهار مهال یې د البیروني په نوم د نجونو ښوونځی ولید، چې نیم وران شوی‌و.

د دې سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه‌ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې دا ښوونځی په یو کرايي کور کې جوړ شوی‌و، چې له ۱۰۰۰ نه زیات زده‌کوونکي په‌کې په زده‌کړو بوخت وو، چې د چاودنې له امله یې اداره او ځېنې ټولګي زیانمن شوي‌دي.

په ورته وخت کې د غزني د پوهنې رییس محمدعابد عابد وايي، چې د لومړنیو معلوماتو له‌مخې، تېره شپه ناوخته مهال د دغه ښوونځي ځېنې برخې زیانمنې شوې.

د عابد پر وینا، د دوی او امنیتي ارګانونو څېړنې روانې دي، چې دا کار د چا له‌خوا شوی‌دی.

عکس: ارشیف

قره‌باغ له غزني ښار سره ۲۰ کیلومتره نږدې فاصله لري، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه ګڼل کېږي؛ خو دغې ډلې تر دا مهاله د دې پېښې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

هاخوا بیا د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي، چې تېره ورځ داعشیانو د دې ولایت د درزاب ولسوالۍ د سردرې سیمې له مغل‌القاني، ابوزر غفاري او امام بخاري ښوونځیو کتابونه او ښوونیز وسایل له ځانه سره وړي دي.

د درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر د دې مطلب تر څنګ وویل، چې د دې وسایلو ارزښت له ۵۰۰ زرو افغانیو نه زیات دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام