
د کډوالۍ نړيوال سازمان ((IOM په تورخم ښارګوټي کې د یو نیم میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت له پاکستانه د غیرراجستر کډوالو د ستونزو د حل په موخه نوی مرکز جوړ او ګټنې اخیستنې ته وسپارلو.
د معلوماتو پر بنسټ، هلته به پر کډوالو بېلابېلې مرستې وېشل کېږي او د روغتیا برخې ته به يې هم لازمه پاملرنه کېږي.
دغه ودانۍ، چې نن شنبه د (می پر ۲۰مه) د یاد سازمان او د ننګرهار د کډوالو ریاست د چارواکو له لوري ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو رییس غلام حیدرفقیرزي رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، په یاد مرکز کې به د غیرراجستر کډوالو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکیو مرستې کېږي.
فقیرزي زیاته کړه، چې د تېر کال په پرتله له پاکستانه د افغان کډوالو په راستنېدنه کې زیاتوالی راغلی.
د هغه د معلوماتو لهمخې، هره ورځ له ۲۰۰ نه تر ۴۰۰ پورې کورنۍ هېواد ته راستنېږي، چې ۵۰ سلنه یې راجستر دي.
هېواد ته راستانه شوي غیر راجستر کډوال، دوی له پاره د دغه نوي مرکز پر جوړېدو خوشاله دي؛ خو وايي، تر هر څه وړاندې دې یې د سرپناه غم وخوړل شي.
په همدې حال کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مرستیاله لورا ټامسن وايي، پاکستان حکومت ورسره د افغان کډوالو د ستونزو د حل ژمنه ښودلې؛ تر څو د هغوی د بېرته راګرځېدنې لړۍ په منظم او مدیریتي شکل ترسره شي.

نوموړې، چې نن له خپلو نورو همکارانو سره یو ځای تورخم ښارګوټي ته د کډوالو د بېرته راګرځېدو د وضعیت او ورسره د کېدونکو مرستو د وضیعت د کتلو له پاره ورغلې وه، وویل، دغه نوي جوړ شوي عبوري مرکز کې به د ناراجستر کډوالو منظمه نوملیکنه کېږي، څو یو بشپړ ډیټابیس جوړ او راتلونکي کې ورسره د نورو مرستو د کېدون همغږي هم رامنځته کېږي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان مرستیاله لورا ټامسن وايي، تورخم ښارګوټي کې د ناراجستر کډوالو له پاره دغه نوي جوړ شوي مرکز کې له پاکستانه راتلونکو کډوالو ته د بېلابېلو واکسینونو په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.
د ویلو ده ده، چې له دې وړاندې له پاکستانه د راستنېدونکو غیرراجستر کډوالو سره یوازې د خوراکي توکو مرسته کېدله او همدا شان افغان حکومت د کورنۍ هر غړي ته ۳ زره او پنځه سوه افغانۍ ورکولې؛ خو له دې وروسته په دې مرکز کې غیرراجستر شویو کډوالو دکورنۍ هر غړي سره له ۲۵ تر ۵۰ ډالره مرسته هم کېږي.
په دې مرکز کې ناراجستر کډوالو سره د ۳۵۰ ډالرو په ارزښت د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته هم کېږي.





