پولیسو د پسونو له ګېډو ۹ کیلو ګرامه هیرویین کشف کړي

د کندوز امنیتي مسوولینو د پسونو له ګېډو ۹ کیلوګرامه منظم بسته شوي هیرویین کشف کړي دي.

د کندوز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي وايي، په پام کې وه، چې دغه هیرویین له تخار څخه قاچاق او بلخ ولایت ته ولېږدول شي، چې په علي‌اباد ولسوالۍ کې کشف او ضبط شوي دي.

پولیسو هغه مهال د دغو پسونو پر موټر شک کړی، چې د ۱۵ پسونو له ډلې درې يې تلف شوي و او د ځينو نورو ګېډې د معمول نه زیات پړسېدلې و.

داسې ویل کيږي، چې د جراحۍ عمل په‌واسطه څو بستې هیرویین د دغو پسونو په ګېډو کې په ماهرانه ډول ځای پرځای شوي و.

د راپورونو پر بنسټ، د دغې پېښې په اړه تر اوسه ۲تنه تورن کسان نيول شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام