ځينې سیاستوال: اوسنی حکومت فاسد او معامله‌ګر دی

د افغانستان یو شمېر سیاستوال د یوې غونډې په ترڅ کې پر حکومت تور پورې کړ، چې لوړ پوړي چارواکي يې فاسد او معامله‌ګر دي، نو ځکه دوی په هېواد کې د سمون راوستلو وړتیا هم له لاسه ورکړې.

د ژغورنې لارې شورا په نوم سیاسي خوځښت مشر سید اکبر اغا اوسنی حکومت د بهرنیو په خوښه جوړ شوی وباله او زیاته يې کړه، بهرنیان هڅه کوي چې افغانان یو پربل بې‌باوره کړي.

سید اکبر اغا له جهادي او سیاسي مشرانو وغوښتل، چې د سولې ټینګښت له‌پاره باید یوموټی شي.

د افغانستان د نوې جبهې مشر انورالحق احدي هم کابل کې یوې بلې غونډې ته وویل، چې اوس‌مهال حکومت څرګند دی، خو د مخنیوي په پار یې هیڅ کوم کار نه‌دی شوی.

احدي زیاته کړه، چې حکومت په هیواد کې د سمون ظرفیت او توان نه‌لري.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال سلام‌وطندار ته وویل، چې حکومت په خپلواکه بڼه خپلې چارې مخ ته وړي او بهرنیو کړن‌لارو باندې باور نه‌لري.

مینه پال وایي، چې فساد اوسني حکومت ته له تیرو حکومتونو په میراث پاتې، خو دوی هڅه کوي چې له فساد سره د مبارزې  په برخه کې جدي کارونه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام