په بلخ کې مېړه له خپلې ښځې غوږونه پرې کړي


زرینه اوس د ابن سینا په عاجله‌خونه کې د روغتیا په پار بستر ده. هغې د دې پېښې او کورني تاوتریخوالي په اړه وویل: «له خپل نشه‌یی مېړه سره مې په ډېرو سختو شرایطو کې ۱۰ کاله ډېر په سختۍ سره تېر کړي دي او نن یې بلاخره په ډېر بد حالت کې رانه دواړه غوږونه پرې‌کړل».
هغه اوس له قضايي ارګانونو غواړي، چې له خپل مېړه نه ورته د طلاق د اخیستلو زمینه برابره کړي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند شېرجان درانی دا تاوتریخوالي پېښه ګڼي، وايي چې دا پېښه د کشندې ولسوالۍ په لرې پروت کلي «کته‌کردن» کې شوې. د ده په خبره، پولیس هڅه کوي، چې د پېښې عامل ونیسي.
په ورته وخت کې د ابن سینا روغتون سرطبیب ډاکټر شفیق د دې پېښې په اړه وايي، چې زرینه په لومړي سر کې په ډېر بد حالت کې و؛ خو اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې په هرات او په ټوله کې په افغانستان کې دا ډول پېښې کېږي، بلکې له دې مخکې هم په بېلابېلو ځایونو کې د تاوتریخوالي پېښې شوې دي.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام