پکتیا کې «د منګلو او خروټو» ۲۴کلنه شخړه پای ته ورسېده

عکس: له ارشیفه

د منګلو او خروټو قومونو تر منځ د ځمکې، اوبو او غرونو پر سر په‌دې ۲۴ کلنه شخړه کې له دواړو لورو ، ۲۴ کسان وژل او ټپيان شوي او ښکېلو غاړیو يو پر بل يې لارې تړلې وې.

یاده لانجه د پکتيا بېلابېلو قومي مخورو په هڅو د جرګو او خبرو ـ اترو او د دولت په پاملرنې سره حل او لارې بېرته پرانېستل شوې.

قومي مشرانو جنت‌خان منګل او ګل‌وزير په‌دې اړه یوې غونډې ته وويل چې دواړه لوري غواړي لانجه غوڅه کړي او اولادونه يې زده‌کړې او له تاوتريخوالي لېرې په امن چاپېریال کې ژوند وکړي.

دوی زیاته کړه، چې منګل او خروټي د خپل راتلونکي نسل د بقا له‌پاره له هر څه تېر شول او روغې ته یې غاړه کېښوده.

د پکتيا والي شميم‌خان کټوازي چې د لانجې غوڅولو او پرېکړې په موخه له نورو منځګړیو قومي مخورو سره يادې ولسوالۍ ته تللی و؛ وويل له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې د جرګې پرېکړه ونه مني.

په سوېل‌ختيځ کې ډېر ځله د بېلابېلو قومونو تر منځ د ځمکو، اوبو او غرونو په سر ورته شخړې او نورې سترې لانجې د جرګو له لارې حل شوې‌دي چې تر ډېره يې د جرګو او مرکو دود هم ژوندی ساتلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام