
د سرپُل ولایت امنیه قوماندان عبدالقیوم باقيزوی سلام وطندار ته وویل، ۳ تنو پهدې ولایت کې په یو ۱۲ کلن ماشوم ـ چې عبدالبشیر نومېد ـ جنسي تېری کړی، وژلی او بیا یې پرې تېزاب شیندلي دي.
د سرپُل د امنیه قوماندان په وینا، دا پېښه دورې ورځې مخکې د دوو کورنیو د شخصي دوښمنۍ له امله پېښه شوې چې د ماشوم جسد له یوې ویجاړې شوې ودانۍ ترلاسه او روغتون ته ولېږدول شو.
ښاغلی باقيزوی زیاتوي چې پهدې اړه ۳ تنه نیول شوي او خپل جرم یې منلی دی.





