د فرخندې په وژنه کې د ځوانانو ګډون، جرړې او پایلې یې

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د فرخندې وژل له بېلابېلو اړخونو ډاروونکې پېښه وه.

په دې پېښه کې د ځوانانو پراخ ګډون د ننداره کوونکو او یا د پېښې د فعالانو په توګه یوه ناوړه او ډاروونکی ناورین دی.

دا پېښه یو خبرداری و او دې پېښې وښودله، چې تاوتریخوالي زموږ په ټولنه کې په ښکاره او پټ ډول په ټولو برخو ولکه کړې ده؛ ان په ځوانانو او تنکي نسل هم خپل اغېز لري او د فرخندې د قتل په شان د نورو ډېرو پېښو د تکرار انرژي لا هم موجوده ده.

خو له دې پېښې وروسته، هغه پوښتنه، چې له ټولو سره په ذهن کې پیدا شوې ده، هغه دا ده، چې ځوانان او نوی نسل د دغه ډول ډاروونکي عمل په مقابل ونه درېدل او لا یې په مستقیم او نامستقیم ډول خپل رول ولوبولو؟

که چېرې د دې پېښې اصلي عوامل او دلایل په سمه توګه تحلیل او وپېژندل شي؛ نو دې د ورته پېښو تکرار بیا د حیرانتیا خبره نه ده.

د فرخندې په قتل کې د ځوانانو د ګډون جرړې:

ثبت شوي انځورنه ښيي، چې ځوانان او تنکي ځوانان په بې رحمه توګه له فرخندې را تاوېږي، په بې رحمۍ سره یې تر پښو او لغتو لاندې کوي.

داسې ښکاري، چې لاندني عوامل په مستقیم ډول ځوانان د فرخندې پېښې ته وهڅول:

۱ـ په ټولنه کې د افراطي دود پراختیا: په افغانستان کې عادي شوې، چې په کوچنیو او ساده برخو کې، په ځانګړي ډول په دیني موضوعګانو، د کفر او قتل فتوا صادر شي او هر هغه څوک ،چې ځان متیدن بولي؛ په اسانۍ سره ځانته دا صلاحیتونه ورکوي، چې هغه کسان چې د دوی په څېر کردار او فکري اندېښنه نه لري؛ د ژوند او مرګ په اړه یې پرېکړه وکړي او حکوم صادر کړي.

په افغانستان کې په هره برخه کې د بل د زغملو او منلو فرهنګ لا هم په ټیټه کچه کې دی.

په بشري قشر کې د لید لوري توپیر د دې لامل کېږي، چې مرګونې پایلې پیدا کړي؛ دغه چاره په وروستیو پنځو لسیزو کې زرګونه هېوادوال د قربانۍ لامل شوی، چې ښکاره بېلګه یې د فرخندې او په دې وروستیو کې په کابل کې د افغانی الاصله امریکايي لوبغاړې وژل کېدل دي.

۲ـ د جنګ د رواني تکرار پایلې: له شک پرته په افغانستان کې نیمه پېړۍ د جګړې دوام نه یوازې د خلکو د مړینې لامل شو، بلکې له وژل کېدلو نه سخت او خطرناک میراث یې هېوادوالو ته پرېښود.

د ټولنې رواني برابرښت له منځه تلل، خطرناک میراث دی، دا داسې یو حالت دی، چې ښاریان په اسانۍ سره یو شخص وژني او دا کار په یو معمولي امر بدلېږي او له دې کاره خوند اخلي.

د فرخندې په پېښه کې دا میراث په اسانۍ لیدلی او مطالعه کولی شو، چې څه ډول ځوانان او تنکي ځوانان له تېرو او روانو تاوتریخوالو متاثره شوي دي.

۳ـ په دیني تفکراتو کې د تقلید قوت: سره له دې، چې په اسلام کې د عقل او پوهې په اړه په ځانګړي ډول په دیني بنسټ کې ټینګار شوی، خو د افغانستان زیات شمېر مسلمانان بې له کوم دلیله تقلید کوي، سره له دې چې د فتوا سرچینه یې د کوڅې د سر یو هټیوال هم وي.

قهرجنو او د فتوا مننونکیو ته مهمه ده، چې د مذهبي کسانو په پوستکي کې ورننوځي او د مذهبي خلکو په شان چلن وکړي.

زموږ د ټولنې ځوانان او تنکي ځوانان له تېرو نسلونو سره د علم او پوهې له اړخه زیات توپیر لري، خو اوس هم لیدل کېږي، چې د دې ټولنې زیات ځوانان له هر باد سره خوځېږي، ښه بېلګه یې د جهاد په بهانه او توجهې سره د وسله والو طالبانو په لیکو کې د ځوانانو ونډه ده.

۴ـ اقتصادي غربت: اقتصادي غربت، فردي او ټولنیز رواني ناروغۍ را منځته کوي. غربت ځپلې ټولنه او افراد په پرېکړو او نورو برخو کې له مقابل لوري سره په تعامل کې زغم او په منطقي توګه عمل نه شي کولی. زیات وخت د عصبي فشارونو او د رواني تعاد د نه شتوالي له امله نښته را منځته کېږي.

غریبه ټولنه د غریب کس په شان ده، چې د خوراکي ضرورتونو د نه پوره کېدولو له امله ډېر ژر غوسه کېږي او غبرګون ښيي، خو کله چې په ځان پوه شي؛ بیا په خپلو غلطیو پوهېږي.

د فرخندې وژل او په اړه یې د حکومتي، ناحکومتي چارواکیو سم لاسي غبرګونونه، خو له پراخو مظاهرو او د پېښې د ژوروالي له خبرېدلو وروسته د هغوی پېښمانتیا د دې ښکاروندويي کوي، چې اقتصادي غربت زموږ په ذهني او رواني تعادل څومره منفي اغېز کړی دی.

۵ـ د ټولنې سنتي یا دودیزتوب شدت: تېره یوه نیمه لسیزه زیات وخت و، چې له سنتي یا دودیزې ټولنې په معاصرې یا مډرنې ټولنې بدل شوی وی.

د ډله ییزو رسنیو زیاتوالی، د افغانستان او نړۍ تړښت، په هېواد کې د لسګونو دولتي او نادولتي پوهنتونونو نوې وده، د خصوصي لوړو او د خصوصي نیمه لوړو زده کړو موسسو پرانیستل کولای شول، چې زموږ د ژوند سنتي موډل په نوې ټولڼه بدل شوی وی او له اوسني حالته راوتلی وی؛ خو بر عکس دغه بدلونونه زیات سست او بېخي په نشت حساب دي.

په وروستیو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د فرخندې قضیې په څېر پېښې وشوې او دغه کار زموږ د ټولنې تړښت، شدت او د مقاومت ژوروالی وښود.

اوس هم په ټولنه کې د انساني ارزښتونو او معیارونو د پلي کېدلو له پاره زیاته لاره پاتې ده.

په هر حال هغو موضوعاتو ته چې پاس ورته اشاره شوې ده، بیا د دا ډول پېښو د تکرار له پاره د علمي څېړنو له پاره لار پرانیزي.

بې له شکه د داسې پېښو د جرړو او څرنګوالي په اړه علمي څېړنې د دې لامل کېږي، چې په راتلونکي کې دې ورته پېښو مخنیوی شوی وي.

هیله مند یم، چې په دې برخه کې ډېر ژر یو علمي ګام پورته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام