
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې نن د ۲۰۱۸ کال لومړیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي کچې په اړه خپل راپور خپور کړ.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رییس نجیب شریفي وايي، د دوی راپور ښيي چې د تېرکال لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان میلادي کال شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ۲۲ سلنه لوړ شویدی.
د ښاغلي شریفي په وینا، د ۲۰۱۸ میلادي کال لومړۍ شپږ میاشتې خبریالانو او د رسنۍ کورنۍ لهپاره تر ټولو خونړی وخت و.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو د وژل کېدو او ټپي کېدو ۱۱ـ ۱۱، د سپکاوي او ناوړه چلند ۱۹، د ګواښ ۲۸، د نیولو ۵ او له رسنیو د ناقانونه اخراج یوه پېښه ثبت کړېده.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په راپور کې راغلي چې طالبان او داعشیان د ۳۷ وژنو او ګواښ پېښو مسوول دي او په همدې ترتیب حکومتي کسان او امنیتي ځواکونه د تاوتریخوالي ۳۶ پېښو مسوولین، ناپیژنده وسله وال د ۱۴ پېښو او د رسنیو مدیریان له خبریالانو سره د ناوړه چلند د دوو پېښو عاملان ګڼل کېږي.
ځېنې خبریالان امنیتي ستونزې او د اطلاعاتو په برخه کې د حکومتي چارواکیو نه همکاري هغه مشکلات ګڼي چې تل ورسره مخ وي.
دوه خبریالان فرشته محبوبي او سیدمهدي علومي نژاد وايي چې اطلاعاتو د نه لاسرسي ستونزه ډېره کلیشهيي شوې هم ده؛ خو بیا هم ورته چندانې جدي پام نه کېږي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د ناامنیو ډېرېدل، د بښنې د فرهنګ دوام، په جنګ کې د تبلیغاتو ډېرېدل ـ چې رسنۍ یې په محراق کې واقع دي ـ له رسنیو سره د سیاسي او ایډیالوژيکو ډلو مخالفتونه او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د قانون نه پلي کول له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د ډېروالي علتونه ګڼي.





