.jpg)
د شپې لس بجې ایمرجنسي روغتون ته ورورسېدم. د روغتون مخه د کابل شنبې خونړي برید د پېښې د قربانیانو د کورنیو له غړیو ډکه وه. شاوخوا سلګونه وطنوال دلته راتول شوي وو. د قربانیانو د کورنیو هایوهوی او د ژوبلو شویو کسانو درملنې لهپاره د ډاکټرانو او نرسانو سرګردانه منډې ترړې جوته ښکارندويي کوي، چې د پېښې په ځای کې به هرڅه خاورې شوي وي؛ ګواکې کلونه هلته تګ را تګ نه دی شوی.
د پېښې ځای ته د جمهوریت له روغتون راوروسته ایمر جنسي دویم هغه نږدې روغتون دی. دلته سلګونه نارینه او ښځینه د خپلو عزیزانو د پوښتنې او خبر اخیستو په موخه راغلي دي. خلک په خپل غم او اندېښنه کې چپ پاتې دي؛ خو یو سپین ږیري دغه چوپته ماته کړه او د روغتون له ساتونکیو سره لاس او ګرېوان شو غوښتل یې روغتون ته دننه شي او د خپل زوی د حال پوښتنه وکړي؛ خو ساتونکیو یې مخنیوی وکړ.
دغه روغتون د سره صلیب له خوا تمویلېږي او د کابل په یوه مهمه برخه کې جوړه شوې؛ خو د روغتون له اولې دروازې پرته نور هېڅ ساتونکي په کې نه لیدل کېدل. هر یو کس غوښتل ځان روغتون ته وردننه کړي او ما هم هڅه وکړه. راپسې هغه بوډا سړی و، چې د ساتونکیو لهخوا یې د ننوتو مخنیوی شوی و، او کریکې به یې کړې اجازه راکړئ یوځل مې د زوی مخ ووینم.
په وینو لت پت بسترونه
دا چې روغتون ته وردننه شوم ټول بسترونه په وینو لت پت وو. ګواکې ساعتونه مخکې پرې ژوندیو ساه اخیسته او دمګرۍ نور ومړ. د روغتون یو کارکوونکی وايي، مسوولانو هېڅ فرصت پیدا نه کړ، چې دا بسترونه ومینځي.
.jpg)
د امنیتي ځواکونو یو منسوب چې د خپل یو عزیز پوښتنې ته راغلی و اتفاقا راسره مخ شو او د کورنیو چارو وزارت ساتنې په اړه یې جالب معلومات راکړل. هغه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویې ویل، تر هغو چې په کورنیو چارو وزارت کې د پام وړ جدي پروګرام پیل نه شي؛ د خلکو او وسایطو څېړنه به دغه ډول سرسري وي او مغرض په اسانۍ له امنیتي کمربنده اوښتی شي.
د فریدې په نوم د شنبې ورځې د پېښې ټپي شوې وايي، له څلور لارې تېرېده چې په چاودنه کې ژوبله شوه. مېرمن فریده وايي، چاودنې هوش ترې وړی و او د زیاتې مودې لهپاره یوازې یې اخوا دېخوا کتل او نور هېڅ نه پوهېده.
د پېښې یو بل ټپي بشر نومي ته کله چې ورنږدې شوم د لاس په اشارې یې وویل، نه غواړي خبرې وکړي یوازې یې دومره وویل:«نور په دې هېواد کې د ژوند لهپاره هېڅ هیله نه لري.»
د روغتون یو ډاکتر د نوم نه خپرولو په شرط وویل، د پېښې ټپيان له تشخیص او نسبي درملنې وروسته خپلو کورونیو وسپارل شو پرته له یو کس څخه چې د سختې سوځېدنې لهکبله یې هویت نه پېژندل کېږي.
د کابل د شنبې ورځې خونړۍ موټر بم چاودونه د هېوادوالو، افغان حکومت او حتا بهرنیو هېوادونو لهخوا زښته زیاته وغندل شوه او دغه برید سلګونه هېوادوال د غم په ټغر کېنول. سره له دې چې اوس هم د وطنوالو په څېرو کې د دغه برید د اندېښې څرک ښکاري؛ خو هېوادوال په راتلونکي کې له دغه ډول بریدونو اندېښنه ښيي.





