لاریون کوونکي: غني او عبدالله دې استعفا وکړي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو په ۲۰۹شاهین قل اردو د طالبانو د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

دوی د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د اجرایه مشر او نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنې کولې.

لاریون کوونکو له افغان حکومته وغوښتل، چې په بند کې پراته طالب بندیان دې اعدام کړي.

دوه تنه لاریون کوونکي حمید سالنگي او احمد طارق انصاري وایي، چې نور دوی ناغیړه او غافل مشران نه‌شي زغملی.

لاریون کونکو خپل لاریون له پښتونستان واټ نه پیل تر نوي ښاره پورې یې وغځاوه او په هیواد کې یې ترهګریز بریدونه وغندل.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي چې په لاریون کې یې ونډه اخیستې وه، سلام وطندار ته وویل، د حکومت د ناغیړي له امله هره ورځ د هیواد ځوانان او امنیتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه د بلخ پر شاهین قل اردو د برید له امله لسګونه سرتېري ووژل شول، چې نن(دوشنبه اپریل۲۴مه) مازدیګرمهال د افغانستان دفاع وزیرجنرال عبدالله حبیبي او ستر درستیز قدم شاه شهیم هم له همدې امله له خپلو دندو د استعفا کولو اخلاقي جرات وکړلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام