
په کلیو کې د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې درېیمه مرحله د جوزا په ۲۴مه نېټه پیل شوې؛ خو تر اوسه د تخار ولایت د نمکاب ولسوالۍ د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې ۳ مرکزونه نهدي پرانیستل شوي.
تخار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس روحالله موسوي سلام وطندار ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې یوازې یو مرکز پرانیستل شوی؛ خو ښايې د سختو امنیتي ګواښونو له امله دغه مرکز هم وتړل شي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې د طالبانو حضور او قومي شخړې د رایورکوونکیو د نوملیکنې مرکزونو بند پاتې کېدلو سبب شويدي.
ښاغلي اسیر د نوم لیکنې مرکزونو پرانیستلو له پاره د هڅو خبر ورکړ.
د نمکاب ولسوالۍ اوسېدونکي هم پهدې ولسوالۍ کې د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې مرکزونو فعالېدلو غوښتنه کوي.





