له المانه ۱۲ زره افغان کډوال ویستل کيږي

د المان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې باید ۱۲ زره افغان کډوال له دغه هېواد څخه ووځي.

دغه وزارت ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو لویو ښارونو کې اوسمهال امنیت ښه شوی او افغان کډوال کولی شي، چې خپلو کورونو ته لاړ شي.

۱۲ زره پناه غوښتونکي افغانان د المان د ټولو ۲۴۷ میلیونو کډوالو ۵ سلنه جوړوي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان د امنیت نه شتون یوازې یوه پلمه او اوسمهال ناموجه ده.

یاد وزارت دا هم ویلي، چې د ټولو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه څېړل کيږي او په دې اړه به په پریکړه کې خورا غور وشي.

المان د افغان کډوالو په اړه په داسې حال کې پريکړه کوي، چې یوه اوونۍ وړاندې په مزار شریف ښار کې د جرمني په کونسلګرۍ برید وشو او شاوخوا ۶ تنه پکې ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام