
لوېدیځه حوزه کې ناروغیو ته د ځواب او نظارت برخې مسوول احمد امیر نژاد وايي، روغتیايي مسوولانو ټولنه کې د کورونا ویروس د شکمنو پېښو مشخصولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
نوموړي وویل، د کورونا ویروس د شکمنو پېښو مشخصولو لپاره په تازهګۍ سره د روغتیايي مسوولانو یو درې کسیزه ټیم چې اړینې روزنې ورکړل شوي، د خلکو منځ کې څېړنې کوي.
د امير نژاد په وینا، یاد ټیم کله چې په ککورونا ویروس شکمن مورد په نښه کړي، هماغه سيمه کې ور نه معاینات اخیستل کېږي او له لارښوونو وروسته به هغه کس تر درملنې لاندې ونیول شي.
نوموړی زیاتوي چې دغه کړنلاره کولای شي ټولنه کې د کورونا ویروس د پراخېدو مخه ونیسي.
نژاد راتلونکيو اوونیو کې د کورونا ویروس د شکمنو پېښو د زیاتېدو خبرداری ورکوي او وايي، له ایران نه ورځ کې تر لسو زرو د زیاتو افغان کډوالو ورتګ کې ښايي د کورونا ناروغۍ ډېرې شکمنې پېښې واوسي.





