
د تخار د عالمانو شورا رییس ابوالطیب عبدالصمد وايي، چې د اسلام له نظره ښځه د ورزش کولو حق نه لري. هغه که څه هم د دې فتوا د ثبوتولو له پاره د قران او حدیث نه کوم نقل نه راخلي؛ خو یاتوي، پر ښځو ځکه د ورزش بندیز دی، چې په اړه یوې دینې سرچینې او ادرس هم څه نه دي ویلي.
ابوالطیب د ښځو له پاره د ورزش نه کولو یو علمي دلیل دا راوړي، چې د ورزش پر وخت د نجونو «د بکارت پرده» زیان ویني. هغه د خپلې فتوا د توجیه له پاره د یو مسلمان او کافر ترمنځ د ښځې د حجاب په اړه د یو بحث او جدل حکایت رانقلوي، چې مسلمان شخص د خپلې ادعا د اثبات له پاره «دوه چاکلېټونه» چې یو له پوخه راویستل شوی و او بل نه؛ دواړه په ځمکه ګوزار کړل او له کافر نه یې پوښتنه وکړه، چې کوم یو دې خوښ دی؟ کافر وویل، هغه چې په پوښ کې دننه دی. مسلمان په همدې اساس ځواب ورکړ، چې زموږ ښځې «مه چټلوئ» او په ادامه یې زیاتوي، چې الله ج د مور چې ښځه د پښو لاندې جنت پيدا کړی دی؛ ځکه خو باید د ښځو د عزت په پار هغوی بې حجابه نه شي او ورزش ونه کړي.
په ورته وخت کې په تخار کې د ښځو د حقوقو فعاله شیما سروش وايي، چې دغه ډول څرګندونې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو پر وړاندې سېستماتیکې هڅې دي او هېڅ شرعي بنسټ نه لري.
د سروش پر وینا، په افغانستان کې نورې ډېرې سوژې شته، چې عالمان پرې خبرې وکړي. هغې زیاته کړه، چې په افغاني ټولنه کې نرواکانو د ښځو دې ته ورته ډېر حقوق چې هېڅ له اسلام سره اړیکه نه لري؛ تر پښو لاندې کړي دي.
له دې مخکې هم د تخار د عالمانو شورا د ښځو د لمبا په اړه فتوا ورکړې وه.





