
د پکتیا ولایتي شورا غړی تاجمحمد منګل وايي، ګردېز ښار ته د برېښنا رسولو هوکړهلیک یونیم کال مخکې لاسلیک شوی؛ خو تراوسه یې چارې نهدي پیل شوي.
منګل د دې کار پړه د اوبو او برېښنا ولایتي ریاست پر مسوولانو او اړوندو شرکتونو وراچوي او وايي د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې یې ناغېړي کړېده.
په همدې حال کې د پکتیا اوسېدونکي وايي، برېښنا ته جدي اړتیا لري او شاوخوا یونیم کال مخکې دې ولایت کې د برېښنا رسولو پروژې او سبسټېشن پرانېسته شوې؛ خو تر اوسه یې عملي چارې نهدي پیل شوي.
د ګردېزښار اوسېدونکي اصف او لقمان په مسوولو ادارو نیوکه کوي چې خپلې ژمنې یې نهدي پوره کړي او باید د یادې پروژې چارې ژر تر ژره پیل کړي.
خو د پکتیا د برېښنا رییس محمداصف نیازی وايي چې د برېښنا رسولو هوکړهلیک د درېوو کمپنیو ترمنځ لاس په لاس شوی او د دوی د خپلمنځي ستونزو له کبله یې د وېش لړۍ په ټپه ولاړه ده.
نیازی وايي، که څه هم سلګونه پایې او ځینې نور تخنیکي او برېښنايي وسایل ګردېز ته لېږدول شوي، خو د برېښنا رسولو پروژې عملي کار نهدی پیل شوی.
د مسوولانو په وینا، که دا پروژه عملي شي؛ د ګردېزښار شاوخوا ۱۸ زره کورنیو ته به برېښنا ورسېږي.

ګردېز کې د برېښنا وېش تړون له یوې هندي کمپنۍ «انجلیک» سره شوی چې یادې کمپنۍ «سټدکوپ» او سټدکوپ بیا په «RCC» پلورلی دی.
بلهخوا د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوول عبدالنصیر عالمیار هم په ګردېز کې د برېښنا رسولو پروژې پر ځنډېدو نیوکه کوي او له برېښنا شرکت نه غواړي چې له ژمنې سره سم د استوګنیزو سیمو ترڅنګ، سوداګرو ته هم د برېښنا اسانتیاوې برابرې کړي.
د عالمیار په وینا، د پکتیا په مرکز (ګردېز ښار) کې شاوخوا ۸۰ فابریکې جوړې شوېدي؛ خو تراوسه برېښنا نهلري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.





