
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن « ښځينه خبریالانې، فرصتونه او ننګونې» په نامه کنفرانس کې وويل، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حقوق نقض کېږي او ښځې په کاري چاپېریال کې له ځورونو سره مخ کېږي.
د سرور دانش په وينا، ناوړه دودونه او له دین نه ناسم او یو اړخیزه برداشت، په هېواد کې د ښځينه خبریالانو پر وړاندې د تبعیض بنسټيز لاملونه دي.
په بلخ ولايت کې خبریاله وحیده فیضي د رسنیو د مدیرانو له تبعیض ډوله کړنو نیوکه کوي او وايي، د رسنیو یو شمېر مدیران له ښځينه خبریالانو جنسي او لفظي ناوړه ګټه اخلي.
بله خبریاله سارا سیرت وايي، له ښځينه خبریالانو د رسنیو ملاتړ په ټیټه کچه دی او د رسنیو له لوري د کم معاش ورکړه؛ ښځينه خبریالانې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تازه څېړنې ښيي چې د ناامنیو، د کافي امتیازاتو نه موجوديت او د بشپړ مصوونیت نه لرلو له کبله د کونړ، روزګان، پکتیا، پکتیکا، لوګر او نورستان ولایتونو کې هېڅ ښځينه خبریالانې نشته.





