په پکتیا کې د پاکستاني کلدارو پر ضد کمپاین پېل شو

په دغه کمپاین کې د پکتیا ولایت سلګونو ځوانانو برخه اخیستې وه او په کارو بار کې له افغانیو ګټې اخیستلو په موخه يې عام خلک هڅول.

په سويل ختيځ زون پکتيا کې د "تيري ځوانانو مدني بنسټ" د پاکستاني کلدارو د چلښت پرضد د عامه پوهاوي کمپيان تر سره کولو پر مهال بېلابېل پېغامونه هم له ځانونو لېږدول.

په دې کمپيان کې، چې سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه، پخپلو شعارونو کې يې ليکلي وو، چې  په کلدارو دې سوداګريزه راکړه ورکړه بنده شي " افغانۍ زموږ ملي هويت دی، پېر او پلور په افغانيو وکړئ، د پولي اشغال مخنيوی وکړئ".

دوی د پکتيا د مرکزي ښار په واټونو کې وګرځيدل او له هټيوالو يې وغوښتل، چې خپل توکي په افغانيو پېر او پلوري.

د پکتيا د تېري ځوانانو بنسټ مشر انجنير سلطان احمدزي وويل، چې دا مهال په سويل ختيځو ولايتونو کې سوداګريزه راکړه ورکړه په پاکستاني کلدارو تر سره کېږي.

نوموړي وويل، چې د دوی د حرکت اصلي موخه دا ده، چې دغې مسلې ته دولتي چارواکي او عام خلک جدي پام وکړي.

د یاد کمپاین بل سرلاری ډاکټر شفيق الله سحر وويل، چې افغانۍ باید په افغانستان کې د نورو اسعارو په پرتله په پېر او پلور کې لومړيتوب ولري.

سحر زیاته کړه دولت ته په کار دی، چې په دې زون کې د کلدارو د مخنيوي له پاره چټک ګامونه پورته کړي.

د پکتيا امنيتي چارواکي د ياد مدني بنسټ حرکت ستايي او وايي، چې د پاکستاني کلدارو د مخنيوي له پاره يې پروګرام طرحه کړی دی.

د پکتيا د امنيه قومندان پاسوال قادرګل ځدراڼ سلام وطندار ته وويل، چې دوی په جدي ډول سره په دولتي ادارو کې د کلدارو د مخنيوي له پاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې دولتي چارواکو په تجارتي راکړه ورکړه کې پر پاکستاني کلدارو کلک بنديز ولګاوه، چې په سويل ختيځ زون کې د افغانيو ارزښت ورسره زيات شوی.

له بل لوري په سرحدي ننګرهار ولایت کې هم پر کلدارو د بندیزونو لګولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام