ولسمشر غني: له نبوي سیرت نه باید لازم درسونه واخلو

ولسمشر محمداشرف غني چې په ارګ کې یې د حضرت محمد ص د میلاد په مناسبت جوړې شوې غونډې کې خبرې کولې وویل، موږ باید د اسلام د پیغمبر له سیرت نه ډېر درسونه زده کړو.

ولسمشر یو بل منل او سوله د پیغمبر (ص) د سیرت یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه، د جګړې او تاوتریخوالي زیاتوالی، د زده کړو او پرمختګ پروړاندې خنډونه جوړول او د ښځو او ماشومانو وژل ښيي چې موږ له نبوي سیرت نه لازم درس نه‌دی اخیستی.

د نوموړي په وینا، حضرت محمد (ص) د خپلو مبارزو پرمهال اړ شو چې وسله واخلي، خو وروستۍ موخه یې جګړه او تاوتریخوالی نه، بلکې په ټولنه کې د سولې او امنیت ټینګښت او د اخلاقي فضیلتونو خپرول وو او همدا سوله او امنیت و چې د مسلمانانو تمدن او فرهنګ په‌کې پرمختګ وکړ.

ولسمشر وویل، اوس‌ چې هر څه ډیجیټل کېږي؛ نو دیني عالمان هم باید ورته لاسرسی ولري او ترې ګټه واخیستلی شي.

نوموړي د جوماتونو ملا امامانو ته د کمپیوټر زده کړو پروګرامونو د پیلولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت به په ټول هېواد کې دغه پروګرامونه عملي کړي.

د ربېع‌الاول میاشتې ۱۲مه د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې له ورځې سره برابره ده چې هر کال په اسلامي هېوادونو کې دغه ورځ نمانځل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام