
د میدان وردګ ولایت اوسېدونکو نن په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د دغه ولایت والي د مالي او اداري فساد تر څنګ، قومي او ګوندي مسایلو ته پر لمنې وهلو تورن کړ.
په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي، د ولایتي شورا غړي، قومي مشران، ځوانان، مدني ټولنې او اوسېدونکي وايي، د میدان وردګ والي مظفرالدین یمین نه یوازې یادو مسایلو ته لمن وهي، بلکې په خپلو چارو کې هم پاتې راغلی دی.
د دوی په وینا، والي یاد ولایت ته د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې پیسې حیفومیل کړي او خلکو ته یې ګټه نه ده رسېدلې.
د ولسي پرمختګ مشر او د دغې غونډې یو ګډونوال وايي، په میدان وردګ ولایت کې ناامنۍ په بېساري توګه ډېرې شوي او څو ولسوالۍ یې سقوط کېدو ته نږدې دي.

د نوموړي په وینا، سره له دې چې میدان وردګ ولایت ادارې له فساده ډکې او جګړه هم د ولایت مقام تر دروازې را رسېدلې، خو والي یې په ترکیه کې ګرځي.
د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی عبدالحبیب قادري وايي، حکومت باید د میدان وردګ ولایت اوسنی والي له دندې ګوښه او پر ځای یې یو بل وړ کس دغه ولایت ته د والي په توګه راولېږي.
معترضانو د یوه پرېکړهلیک په خپرولو سره په میدان وردګ ولایت کې د اداري او اقتصادي عدالت د تامین، متوازنې پراختیا او سیاسي مشارکت غوښتنه وکړه.
دوی خبرداری ورکړ، که غوښتنې یې و نه منل شي، نور ستر مدني فعالیتونه به پیل کړي.
خو د میدان وردګ د والي ویاند محبالله شریفزی د معترضانو تورونه نه مني.
د نوموړي په وینا، د دغه ولایت اوسنی والي د نورو هغو په پرتله ډېر وخت په ولایت کې وي او د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره په ځانګړو شویو پیسو کې هم فساد نه دی شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د بازرس ادارې ویاند فېروز بشري وايي، د میدان وردګ د والي مظفرالدین یمین په ګډون، څلور برحاله او مخکیني والیان د کورونا بودیجې د لګښت په نه مدیریت کې تورن پېژندل شوي او د څېړنو لپاره لویې څارنوالي ته ورپېژندل شوي دي.





