هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۳۹۲ ته ورسېد؛ نن ۱۶۸ پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وحید الله مجروح وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۱۶۸ تازه پېښې ثبت شوي چې ټول هېواد کې په کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳۹۲ ته پورته شوی دی.

مجروح وويل چې له دغو ۱۶۸ پېښو ۶۷ کابل، ۱۴ کندهار، ۳۲ هرات، ۴ پکتیا، ۴ بلخ، ۱۱ ننګرهار، ۸ لوګر، ۴ بغلان، ۹ لغمان، ۲ کونړ او یوه ـ یوه هم سرپل، هلمند، سمنګان او نورستان ولایت کې ثبت شوې ده.

د نوموړي په وينا، هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له کبله ۹ کسان مړه شوي چې د ټولو مړو شويو شمېر هم ۱۰۴ او د بېرته رغېدلو هم ۴۵۸ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېواد کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کی دی او خلک باید په دې اړه وقایوي تدابیر جدي مراعت کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام