
د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست په سیمو، ښارونو او واټونو کې د مېرمنو او نجونو د مرموزو وژنو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په روان لېږدیز لمریز کال یې ۱۳ پېښې د قتل او ۲ پېښې د جنسي تېري او تښتونې ثبت کړي دي.
د ښځو چارو رییسې خدیجې یقین سلاموطندار ته وویل، یوازې په تېره میاشت کې د بغلان په مرکز پلخمري ښار او ځینو ولسوالیو کې ۴ مېرمنې او نجونې وژل شوي دي.
نوموړې کورنی تاوتریخوالی، د خپلسرو وسلهوالو خپلمنځي نښتې، د زورواکو موجودیت، شخصي دوښمنۍ، د پولیسو کمښت او دغه راز د مېرمنو پولیسو نه شتوالی د مېرمنو د وژنونو لاملونه بولي.
د بغلان د ښځو چارو رییسې وویل، د پولیسو لهخوا د مېرمنو د قاتلینو یوازې درې دوسیې څېړل شوي او د ۱۰ نورو پېښو قاتلان تښتېدلي دي.
په تازه پېښه کې د پلخمري ښار په درېیمه ناحیه کې یوه زدهکړیاله مېرمنه په ګولۍ ووېشتل شوه او د دې قتل دلیل لا هم معلوم نه دی.





