د نوي فصل ټولنه: د پارلماني ټاکنو د نیټې اعلانول غواړو

د افغانستان د نوي فصل په نوم ټولنې ځينو غړو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې پر حکومت د نیوکو ترڅنګ زیاته کړه، چې اوسنی پارلمان قانوني نه‌دی او باید حکومت ژر تر ژره د پارلماني ټاکنو نیټه مشخصه کړي.

دوی وايي، د اساسي قانون دویم بند ۸۳ مادې پر اساس ولسي جرګه په ناقانونه توګه کار کوي.

د یاد بنسټ غړو له حکومته وغوښتل، چې اساسي قانون او ډیموکراتیک بهیرونو ته باید احترام وکړي.

« د افغانستان ولس نامشروع پارلمان نه‌غواړي د ولس کور پر ذلت کور بدل شوی نامشروع پارلمان ته د ولس کارت سور دی.»

د یاد بنست غړي د رڼو، عادلانه او له فساد او درغلیو لرې ټاکنو غوښتونکي دي او خبرداری ورکوي، چې که د دوی غوښتنو ته رسیدنه و نه‌شي د تحصن خیمې په وهلو سره به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.  

خو د ولسمشر ځای ناستي ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندارته وویل، چې حکومت د ټاکنو د مالي سرچینو د تامین په اړه له مرستندویه هیوادونو سره غونډې کړي او د ټاکنو کمیسیون يې هم په تخنیکي مسئلو کار کوي.

«حکومت د ټاکنو له پاره عملي اقدامات کړي دي د ټاکنو قانون توشیح شوی د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو کمیشنران هم معرفي شوي دي.»

د افغانستان د نوي فصل ټولنې غړي له درې اونیو راهیسې د حکومت له خوا د ټاکنو ترسره کولو او ټاکنو نیټې اعلان په اړه سراسري کمپاین پیل کړی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام