
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۵۴۲ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۱ زره ۴۵۹ ته ورسېده.
د مجروح په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸۰ کسان له کورونا ویروس نه بېرته روغ شوي دي.
کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او پکتیا هغه ولایتونه دي چې پر کورونا ډېر اخته کسان لري.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۱۵ اخته کسان مړه شوي دي. د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۳۸۴ کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.





