.jpg)
د ښار په شاوخوا برخو کې د کابل ښاروالۍ تبلیغاتي نومډرې (لوحې) لګولي دي. په دې نومډرو کې ویل شوي، چې ښاریان د خپلو نظرونو، وړاندیزونو، ستونزو او حل لارو په برخو کې دې له ۱۵۵ شمېرې سره اړیکه ونیسي او د کابل ښاروالۍ له چارواکیو سره مخامخ خبرې وکړي.
مخکې له دې چارواکیو سره د ستونزو شریکولو لهپاره په ساعتونو انتظار ویستل کېده، که مسوولانو د ښاریانو د ستونزو اورېدو لهپاره وخت او زغم درلود ښه ترښه کنه؛ مسوولو کسانو به د وخت نه لرلو په پلمه سرغړاوی کولو او د خلکو خواري په اوبو لاهو کېده.
نن چې په څلور لاره د دغو نومدړو له خوا تېرېدم د اسد په نوم یو تنکي ځوان سره مې خبرې وکړې. هغه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زدهکړیال دی. وايي، ښايي دا د کابل ښاروالۍ لومړنی مثبت او ترټولو ښه کارکړنه وي. زیاتوي، له دې نوښت مخکې چارواکیو ته د ستونزو رسول یو ستونزمن کار و، خو اوس د هېواد له هرې برخې چارواکیو سره مخامخ اړیکه نیول کېږي.
اسد د دې پوښتنې په ځواب کې ایا تراوسه یې له دغې شمېرې سره اړیکه نیولې او ستونزې یې تر چارواکیو رسولي؟ وايي، د ښاروالۍ له چارواکیو سره د مخامخ او وړیا اړیکې نیولو له دې نوښته خبر نه و؛ له دې وروسته د اړتیا پرمهال هرومرو له چارواکیو سره ستونزې شریکوي.
اسد بااستعداده ځوان دی. د خبرو له پيل یې پيغام وروسولو چې د پلازمېنې او شاوخوا برخو لهپاره یولړ طرحې لري او غواړي د ښاروالۍ مسوولانو سره یې شریکې کړي.
اسد له خپل ملګري امین راسره معرفي کوی. امین وايي، د ژمي موسم کې په ښار کې ستونزې لا زیاتېږي؛ په واټونو، کوڅو او وړو کوڅو کې اوبه ډنډوي، خټې خوټې وي، دغه راز خلک له سختو ستونزو سره مخ وي.
.jpg)
هغه وویل، زښته خوښ دی چې له ستونزې او ځنډ پرته کولی شي له مسوولو چاروکیو سره مشکل شریک کړي. وايي، په ځلونو له داسې ستونزو سره مخ شوی او غوښتلي یې دي چې د ښاروالۍ له مسوولینو سره یې شریک کړي؛ خو دغه ډول اسانه او مخامخ لارې چارې نه شتوالي امله یې چاره پاتې شوې ده.
د رفیع الله په نوم موټر چلوونکی چې تر کوره یې ورسوم په لاره کې یې د ښاروالۍ له دې نوښته خپله په زړه پورې کیسه وکړه. وايي، یو ورځ د نادر پښتون واټ دواړو لورو ته موټر پارک شوي وو او له امله یې په واټ کې سخته ګڼه ګوڼه جوړه شوې وه، چې د همدې لارې بندۍ پرمهال مې سترګې د ښاروالۍ په همدغې نومدړې ولګېدې. سم لاسه مې ۱۵۵ شمېره سره اړیکه ونیوله او د ستونزې پوره کیسه مې ورته وکړه، د ځای کره ادرس یې رانه وغوښت ما هسې عبس وګڼله؛ خو لږ ځند وروسته ترافیک سیمې ته راورسېدل او ستونزه یې حل کړه.
رفیع الله وایي، دا لومړی ځل و چې په دومره چټکي او مسوولانه ډوله یې شکایت اورېدل شوی و.
له دې سره سره داسې کسان هم وو چې د ۱۵۵ شمېرې په اړه یې معلومات نه درلودل، کله مې چې هغوی ته معلومات ورکول، ټوله ښارولي یې خلکو ته پوهاوي په ورکړه کې په تنبلي تورنوله.
همدا خبرې اترې سبب شوې د پلازمېنې ښاروالۍ ویاند پسې ورغلم. عبدالجلیل سلطاني وایي، د ښاروالۍ کارکوونکي د میزونو تر شا ناست دي چې هره شېبه د خلکو ستونزې واوري.
.jpg)
ښاغلی سلطاني وایي، مسوولین د شکایت له ترلاسه کولو وروسته د هغه حل لاره لټوي او ډېر ژر د ښاروالۍ ټیم ساحې ته لېږل کېږي.
د ښاروالۍ ویاند وایي، وطنوال د افغانستان هر ځای او هر وخت کې کولی شي له ۱۵۵ شمېرې سره اړیکه ونیسي.
د ده په وینا، یوه ډلګۍ د ښاریانو ستونزې حل لهپاره ګومارل شوې او هغوی د ښاروالۍ کارونو ښه والي لهپاره پر خپل ټول توان هاند او هڅه کوي.
د ښاریانو ستونزو له حل وروسته مسوولین بیا ځلي د هغه وطنوال چې ایا ستونزه یې حل شوې؟ ورسره اړیکه نیسي او د ستونزې حل په اړه ډاډ ترلاسه کوي.
کابل ښار د نړۍ یو له هغو پلازمېنو دی، چې له څوو پخوانیو موټر تم ځایونو پرته بل هېڅ کوم نوی تم ځای، سیل ځای او نور دا ډول سیمې په کې جوړې شوي نه دي. په ښار کې تر ټولو عمومي ستونزه او کمی د عمومي تشنابونو نه شتوالی دی، چې هم ښاریان د اړتیا پرمهال له ستونزې سره مخ وي او دغه راز د ښار په ککړوالي اغېز لري.
کابل ښاروالۍ د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال په ۱۲۹۸ کال کې د بلدیه ادارې په نوم تاسیس شوې ده. د محمد نادر شاه د واکمنۍ په وخت کې ښار ته پراختیا ورکړل شوه او د محمد ظاهر شاه د واکمني پرمهال لومړۍ ښاري نظام نامه تدوین شوه او په ۱۳۲۰ کال کې د بلدیې ادارې ته یې د ښاروالۍ نوم ورکړ.





