د افغانستان داخل کې د چرګانو په واردولو او صادرولو بندیز ولګېد

زراعت وزارت له یو ولایت نه بل ولایت ته د چرګانو پر واردولو او صادرولو بندیز ولګولو. دا پرېکړه داسې مهال نیول کېږي په‌ وروستیو کې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د والګي (انفلوانزا) ناروغۍ ځېنې مثبتې نښې ثبت شوې‌وې.

انفلونزا (influenza) یوه انتاني ناروغي ده، چې دیو ډول وایروس په‌واسطه منځ‌ته راځي او عام خلک یې د والګي په نوم یادوي.

د زراعت وزارت د دامدارۍ رییس جهانګیر میاخېل سلام وطندار ته وویل چې په‌دې وروستیو کې د کابل په دارالامان، بګرامیو، بادام‌باغ او کمپنۍ سیمو د مرغانو په فارمونو کې د چرګانو د انفلوانزا ناروغۍ ځېنې مثبتې نښې لیدل شوې‌دي.

د ښاغلي میاخېل د دې ناروغۍ د خپرېدو علت د هېواد له جنوب نه شمال ته د چرګانو انتقال په ګوته کوي.

والګې ناروغي په انسانانو کې منځنی کچ او شدید اعراض ورکولی شي چې حیوانات (مرغان، اسونه او خوګان) هم په‌دې ناروغۍ اخته‌کېدل شي؛ خو نږدې ۳۳% خلک اعراض نه‌ورکوي.

د والګې ناروغۍ د مړینې کچې په اړه دقیقه فيصدي مخ‌پر‌ودې هېوادونو کې د ناروغۍ ناوخته تشخیص او دا چې ناروغ د والګې یا نورو هغو ناروغیو له امله چې والګې ته ورته دي؛ د نه تفکيک له امله نه‌ده روښانه شوې.

دا ناروغي هر کال په نړۍ کې شیوع رامینځ ته کوي، چې د دریو څخه تر پنځه میلونو پورې پیښې ورکوي او د ۲۵۰۰۰۰ تر۵۰۰۰۰۰ مړینه رامنځ‌ته کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام