.jpg)
د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د خر ۱۰۰۰ پوستکي يې نيولي دي.
دوی وايي، دغه پوستکي په یو بار وړونکي موټر کې نیولي، چې غوښتل يې له امنیتي پوستې څخه تېر شي.
د مصور په نوم د موټر چلوونکی وايي، دی پوه نه و، چې په دغه موټر کې څه بار دي.
هغه وايي، دا دویم ځل دی، چې د غوا پوستکي په نامه د کندوز ولایت د بلخ کارته اریانا نومي ځای څخه د پوستکو پېره کوي.
د موټر چلوونکي پر خبره، ده غوښتل، چې دغه پوستکي تاجکستان ولایت ته ولېږدوي.
په دغه موټر کې سل بورۍ بار و، چې په هره یوه کې د خر ۱۰پوستکي ځای پرځای شوي و.
د کندوز د والي ویاند سېدمحمود دانش د پېښې د تایید ترڅنګ وايي، چې د دغې قضیې په اړه يې تر اوسه ۴ تنه نيولي دي.
.jpg)
نوموړي د هغه د پوښتنې په ځواب کې، چې د دغو خرو غوښې څه شول وویل، د دغې پوښتنې ځواب پېدا کول دوی ته اړین دي او په دې اړه يې څېړنې روانې دي.
له دې وړاندې هم د رسنیو له لارې داسې راپورونه خپاره شول، چې په بلخ ولایت کې ځينو قصابانو د خرو غوښې خرڅوي.
څو میاشتې وړاندې د بلخ ولایت، د بلخ ولسوالۍ په نهرشاهي ولسوالۍ کې څلورتنه قصابان د "غلام رسول، جمعه خان، داوود او سيد كاظم " په نومونو پولیسو د خرو له غوښو سره لاس په لاس ونیول.
هغه مهال پولیسو ویلي و چې نوموړو قصابانو د خره غوښې پر خلکو پلورلې.
بیا د نهر شاهي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې دغه موضوع جدي ونیوله او نیول شوي څلور واړه قصابان هر یو په څلور- څلور کاله بند محکوم کړل.
همدارنګه د یو بل راپور له مخې په همدغه بلخ ولایت کې یو قراردادي قصاب شپږ میاشتې په مسلسل ډول د ملي اردو او پولیسو سرتیرو ته د خره غوښه د غوایي غوښې په نوم ورکړې وه.





