پکتيا کې سړې هوا د ودانیزو پروژو د کارونو کيفت خراب کړی

د پکتيا ځېنې اوسيدونکي او مدني فعالان د دې ولايت په مرکز او نورو سيمو کې د روانو پروژو د کار کيفيت په اړه اندېښنه ښيي او وايي که په ساړه موسم کې د ودانیزو پروژو د کارونو دوام ناوړه پایلې لري.

اوسمهال د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ، قومونو او قبايلو چارو او کليو پراختيا رياستونو، د کوچيانو  امريت، په زرمت کې د يو لوی جامع جومات او نورو ودانيزو پروژو د جوړونې کارونه روان دي.

مدني فعالان له اړوندو ادارو او چارواکیو غواړي چې دې مهمې مسلې او د کار کيفيت ته  جدي پام وکړي.

د پکتيا مدني فعالان حقمل مسعودزی او محمد انور وايي، د حکومت لويه ستونزه دا ده چې ډېرې پروژې د يخني په موسم کې تطبيقوي چې دا چاره ډېرې ستونزې لري. دوی زیاتوي، یخنۍ کې د پروژو کارونو کيفيت ته زيان رسېږي او تر څنګ يې په پروژو کې کارېدونکيو موادو نه سمه ګټه نه اخیستل کېږي.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د ودانیزو چارو پروژې په‌داسې موسم کې قراردادیانو ته ورکړي چې د کار کیفیت او د موادو اصلیت ته په‌کې پام وشي.

د ګردېز اوسېدونکی صادق رباطی هم وايي چې په‌دې موسم کې شوي کارونه ناسم او جوړې شوې ودانۍ ژر بيارغونې ته اړتيا پيدا کوي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت سلام وطندار ته وويل چې د پروژ د کار پر مهال مسلکي انجنيران کار کوي او هر څه له نږدې څاري.

ښاغلي حسرت زیاته کړه، هوا په هغه کچه نه وي سړه چې د پروژ د کار خنډ شي او ټینګار کوي چې کار ته دوام ورکوي او تر اوسه پورې مسلکي انجنيرانو د کار د بندولو او یا ضرورونو په اړه دوی ته نظر نه‌دی ورکړي.

دا یوازې پکتیا نه بلکې په ډېرو ولايتونو کې د لويو پروژو کارونه داسې مهال پيلېږي چې تر ډېره مناسب نه وي او د کتونکیو په اند تړونوال شرکتونه هم لوټه په اوبو کې ږدي او پرې تېرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام