.jpg)
د درملو، متخصصو ډاکترانو او روغتیايي تجهیزاتو نهشتوالی د دې سبب شویدی چې د دې ولایت زیاتره اوسېدونکي خپل ناروغان هرات ولایت ته ولیږدوي.
د بادغیس ولایت اوسېدونکي د دې وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې ځېنې ناروغانو هرات ولایت ته د لېږدولو پرمهال په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دوی له حکومت په ځانګړې توګه عامې روغتیا وزارته غواړي چې متخصص ډاکتران وګوماري او د بادغیس مرکزي روغتون ته مدرن روغتیايي تجهیزات ولیږي.
.jpg)
د بادغیس عامې روغتیا سرپرست عبدالطیف روستايي د دغو ستونزو په تاییدولو سره وايي، د متخصصو ډاکټرانو جذب لهپاره یې د دغه روغتون تش بستونه اعلان ته سپارلي؛ خو تراوسه چا د کار کولو غوښتنه نهده کړې.
دی دا هم وايي چې دوی په څلورو برخو کې د متخصصاو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او د تشکیل پر اساس د ولایتي روغتون څلورو برخو کې دوو متخصصانو ته اړتیا ده؛ خو له بدهمرغه یو متخصص هره برخه کې دنده ترسره کوي.
د بادغیس عامې روغتیا ریاست سرپرست د دغه ولایت اوسېدونکیو ته ډاډ ورکوي چې د بادغیس مرکزي روغتون ستونزو ته به لاسرسی وشي.





