د فساد دوسیې دې هغوی ته نه سپارل کېږي چې په‌کې ښکېل وي

د ولسمشر یو پخوانی سلاکار حبیب‌الله احمدزی د تېرې پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د فساد په اړه د یوې اوونۍ وړاندې ادعا په تړاو لویې څارنوالي ته احضار شو.

حبیب‌الله احمدزي له رسنیو سره په خبرو کې د ولسمشر محمداشرف غني نږدې کسان د فحشا په ترویج او د ولسي جرګې نوماندانو ته د پیسو پر وېش تورن کړي وو.  

اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د فساد دوسیې دې هغو کسانو ته نه سپارل کېږي چې خپله په فساد کې لاس لري. 

د عبدالله په وینا، افغانان لا هم د هېواد پر عدلي او قضایي سېسټم باور نه‌لري.

اجراییه رییس زیاتوي، د فساد دوسیې باید مدني فعالان، عالمان، هېوادوال او د ولسي جرګې غړي وڅېړي چې د څېړنو پایلې یې ټولو خلکو ته د منلو وړ وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام