په بامیانو کې د لرغونو اثارو غله د ایراني سرو زرو لټون دستګاه سره نيول شوي

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر د سې شنبې په ورځ (جولای ۱۲مه)  خبري غونډې ته وویل، چې له نیول شویو قاچاق وړونکو یو قرارداد هم لاسته ورغلی چې په قاچاق کې د ښکلیو کسانو نومونه په کې شته.
د ملي امنیت کارکونکو تر خپلو وروستیو څیړنو پورې رسنیو ته ددغو کسانو له نوم اخیستلو ډډه وکړه.

زهیر له امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه له ملي امنیته وغوښتل، چې قاچاق وړونکو دا شبکې تر څارنې لاندې ونیسي او هغه کسان، چې نومونه يې په قرارداد کې شامل دي عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپیژني.

نوموړي زیاته کړه، چې دا دستګاه په ښکاره  ایران کې جوړه شوې، له درې ټوکه لارښود کتابونو سره لاسته راغلې او "له ټولو مهمه دا چې یو قرار داد چې له دې مافیايي ډلې لاسته راغلی په کې د مافیايي ډلې ټولو غړو لاسلیک او ګوته له نومونو سره شته په دې دستګاه کې شریک دي او ان دا چې د ټلیفونونو شمیرې يې هم  شته."

په ورته وخت کې له نیول شویو کسانو یوه چۍې غوښتل نوم یې یاد نه شي سلام وطندارته وویل، چې د لرغونو اثارو په قاچاق کې لاس نه لري.

دغه کس زیاته کړه، چې سواد نه لري او نه پوهيږي دا دستګاه د څه له پاره ده.

هغه وايي، چې د یو بل ملګري يې دغه دستګاه اخیستې او دی خپله هلته بزګري کوي.

دغه دوه کسان داسې مهال په بامیانو کې د لرغونو اثارو قاچاق په تور نیول شوي چې په دغه ولایت یو شمیر فرهنګیانو تل د لرغونو اثارو قاچاق په اړه اندیښنې ښودلې وې.

د لرغو اثارو متخصص مجتبی میرزايي سلام وطندارته وویل، که حکومت په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو خپل سره کیندلو مخه ونه نیسي او د فرهنګي میراثونو ځایونو ته جدي پام و نه کړي دغه کار به پر فرهنګي ناورین بدل شي.

د نوموړي پر وینا اوسمهال، د بامیانو تاریخي اثارو په اړه هیڅ لیکلی سند نشته .

بامیان د افغانستان یو له هغوولایتونو دی، چې د بودا دوه ویجاړ شويو بتانو په شمول سلګونه نور تاریخي او لرغونو اثار درلودلو له امله ورته ځينې بهرني توریستان هم ورځي او که حکومت ورته جدي پاملرنه وکړي، نو  په راتلونکي کې د هېواد یو ښه عایداتي منبع هم بدلیدای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام