
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد ۱۱ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۶۸ تازه پېښې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت رپوټ کې چې نن (یکشنبه د ثور په اوومه) خپور شوی راغلي، چې ۱۳ کسان غزني، ۱۱ پکتیا، ۹ پکتیکا، ۸ بلخ، ۶ کابل، ۶ بادغیس، ۴ ننګرهار، ۴ هرات، ۳ لغمان، ۳ خوست او یو بل هم په بغلان ولایت کې په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د دغو ۶۸ تازه پېښو په ثبتېدو سره ټول هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۳۱ ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په وینا، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ کسان د کرونا په دلیل مړه شوي، چې په دغو دریو سره د مړینې شمېره هم ۵۰ ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي، چې ۲۴ ساعتونو کې پکتیا کې په کرونا ویروس اخته یو کس جوړ شوی، چې د ټولو جوړو شویو شمېر ۲۰۷ ته رسیږي.
خوست له هغو ولایتونو دی، چې تازه په کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ ۳ مثبتې پېښې ثبت شوي.
تراوسه د هېواد ۳۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
کابل د ۴۵۲ پېښو په درلودو په کرونا د اخته ناروغانو لومړي سر کې دی.
د عامې روغتیا وزارت هېواد کې په چټکۍ سره د کرونا ویروس خپرېدو څخه اندېښنه ښيي او له هېوادوالو غواړي، چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې جدي وګڼي.





