
د کوزې پښتونخوا یو اوسېدونکی محمد اورکزی چې دېرش کاله عمر لري، د خیرپښتونخوا له اورکزیو نه د خپلې کورنۍ په ۱۵ ښځو پسې ننګرهار ته راغلی دی.
د محمد اورکزي د کورنۍ دغه پنځلس مېرمنې له داعش سره د هغوی د نارینهوو له یوځای کېدو وروسته د ننګرهار شینوارو ته راوستې وې چې له څو هغو سره یې ماشومان هم وو.
محمد وايي، کله چې یې په رسنیو کې د داعش د ماتې او د ګڼو مېرمنو او ماشومانو د تسلیمۍ خبر واورېده، د خپلې کورنۍ د غړیو پیدا کولو او بېرته خپل کور ته د بیولو په لټه کې شو.
نوموړی وايي، اوس د خپلې سیمې له راغلې جرګې سره دلته ورته د خپلې کورنۍ ټولې ۱۵مېرمنې او اته ماشومان سپارل شوي دي. هغه وايي، افغانستان ته د خپلو خپلوانو په راتلو هېڅ نه و خبر.
ولسمشر محمداشرف غني شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په ننګرهار کې د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ چې ورسره سم ډلې، ډلې داعشي کورنۍ حکومت ته تسلیم شوې.

په دغو کورنیو کې د ازبیکانو، اردنیانو، عربانو او ترکانو تر څنګ، ګڼشمېر پاکستانۍ کورنۍ هم شاملې دي.
ولسمشر محمداشرف غني اعلان کړی و چې پاکستانۍ کورنۍ به د هغه هېواد د حکومت پر ځای، قومونو او خلکو ته وسپاري چې نن د ډیورنډ فرضي کرښې د دواړو خواوو د قومي مشرانو ګډه جرګه جوړه شوې وه او د یادو کورنیو د سپارلو لړۍ پیل شوه.
له کوزې پښتونخوا راغلي قومي مشران خوښ دي چې د سیمې له مېرمنو او ماشومانو سره افغان حکومت اسلامي او انساني چلن کړی دی.
د دواړو غاړو د ګډې جرګهګۍ غړي ملک عثمان شینواری او نورزالي خان افریدی وايي، د کرښې دواړو لورو ته روان ناورین د پښتنو له ځپنې پرته بل څه نه دي.
د دوی په وینا، هغه نارینه چې د داعش په لیکو کې وو او اوس تسلیم شوي، د خلکو نه دي پهکار، خو ښځې او ماشومان یې بېګناه دي او همدا لامل دی چې په ابرو او عزت به بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي شاهمحمود میاخېل وايي، تر اوسه په ننګرهار کې ۹ سوه داعشي مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلیم شوي چې ډېری پاکستانۍ دي.
د نوموړي په وینا، حکومت د دغو مېرمنو او ماشومانو د سپارلو لپاره پر یوه داسې میکانیزم کار کړی چې له مخې به یې یوازې هغه مېرمنې او ماشومان کورنیو او جرګې ته سپارل کېږي چې یو بل وپېژني.
میاخېل زیاتوي، له دې وړاندې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۰ مېرمنې او ماشومان د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.
تسلیم شوې داعشي مېرمنې او ماشومان په ننګرهار کې په یوه ځانګړي کمپ کې ساتل کېږي.
اوس په دغه ولایت کې داعش ډله عملاً د جګړې له ډګره اېستل شوې، خو ولسي وګړي وايي، لا یې هم ځینې جنګیالي په غرنیو سیمو کې پاتې دي.
بلهخوا د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، اوس د دغه ولایت په نرنګ، نورګل، څوکۍ او چپې درې ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲ سوه داعش جنګیالي فعالیت کوي چې په ډله کې یې عربان، پنجابیان، بنګلهدېشیان او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو اوسېدونکي او ایرانیان هم شامل دي.
اړوند مطالب:
ولسمشر: پاکستاني داعشي کورنۍ هغه هېواد ته نه، ولسونو ته سپارم





