تاوه ـ راتاوه شوم؛ پوهه شوم چې جامې لمدې شوې‌دي

نجلا: کله به مې هم هېر نه‌شي. پوره ۱۳ کلنه وم. په ټولګي کې وم چې ناڅاپه مې د خېټې لاندې، هغې برخې سخت درد شروع کړ چې اصلن مې د هغې نوم هم نه پېژند. ښوونکې په ټولګي کې وه، خېټې کې مې درد تاو ـ راتاو شو او ناکراره یې کړم، پوهه شوم چې پرتوګ مې لوند شوی‌. په بيړه له ټولګي ووتم او تشناب ته لاړم. وینې مې ولیدلې، ټکان مې وخوړ او نه پوهېدم چې څه وکړم او چېرې لاړه شم.

هغه ورځ مې ځان ژر کور ته ورسولو، پرتوګ مې بدل کړ او د څوو ساعتونو له‌پاره مې ښه خوب وکړ. کله چې له خوبه پاڅېدم؛ عجب حس مې لرلو، ستړې او ستومانه وم، بدلون مې کړی‌و.

د میاشتنۍ ناروغۍ د درد لومړنۍ تجربې مې په چوپه خوله وزغملې او چا ته مې څه ونه ویلی شول؛ حتا مور و خور ته هم. هره میاشت به مې له نورو نه په پټه جامې وینځلې چې څوک په هغو ټوټو چې په وینو لړلې وې؛ پوه نه‌شي.

هرکله به مې چې مور له نورو ښځو سره د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه خبرې کولې؛ زه به ورنږدې شوم چې یو څه زده‌کړم؛ خو همدا چې زه به یې ولیدم، خبرې به یې بندې کړې چې په خبره یې، سپین‌سترګې نه‌شم.

زما نارامۍ تر هغې دوام لرلو چې څو میاشتې وروسته مې خور پر پرتوګ د وینو پرتو لیکو ته متوجې شوه. په هماغه شپه یې له ما وغوښتل چې یو څو ساعته په‌دې اړه په‌خپلو کې خبرې وکړو. خور مې په نیم ساعت کې په ټولو هغو مسایلو پوهه کړم چې زه پرې له هغې مخکې نه پوهېدم.

که‌څه هم له‌دې مسایلو سره اشان شوم؛ خو اوس هم د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال وېرېږم. کاش داسې څه نه پېښېدلی. کاش په هماغې ۱۳کلنۍ کې زمان ولاړ وی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام