واورې اورېدنې په ۱۹ ولایتونو کې ۴۲ کسان وژلي او ۴۳ یې ټپيان کړي

بېړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، چې د سړې هوا او سختو واورو اورېدنو له امله د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ۴۰ تنه هېوادوال وژل شوي او ۴۳ نور ټپيان دي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې وروستیو واورو د ځاني زیان سربېره ۹۲ کورونه په پوره ډول او ۳۰ نور کورونه یې په نامکمل ډول ویجاړ کړي دي.

د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سیدعبدالله همایون دهقان سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولایت په مایمي او یاوان ولسوالیو کې د واورې اورېدنې له امله ۱۸ تنه وژل شوي و ۱۲ نور ټپيان دي.

د ده پر خبره، د ۲۵ کورونو د ویجاړتیا تر څنګ له مرکز سره د ولسوالیو د ټګ را ټګ لارې هم تړل شوي دي.

د راپورونو له مخې د سخت واورین توپان له امله د بامیان، دایکندي او غزني ولایتونو لارې له ولسوالیو سره تړل شوي دي.

په ورته وخت په جوزجان کې هم د شاوخوا ۱۰۰ کلیو د تګ را تګ لارې تړل شوي دي.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وايي، ۱۵ تنه مسافر د دې ولسوالۍ د کولیان سردره په سیمه کې د واورو له امله بند پاتې دي، چې د خلاصون په موخه یې هڅې پيل شوي دي.

دغه راز د سرپل ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عزیزالله ایمان وايي، په دې ولایت کې د واورو اورېدنې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۲۴ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د سالنګونو د ساتنې او خوندیتوب مسوول جنرال رجب وايي، تراوسه په سالنګ کې ۱۸ واورین کوچونه راغلي او د نور احتمال هم شته.

دی وايي، چې د احتمالي خطرونو د ختمېدو تر وخته به د مسافرو پر مخ د سالنګ لار تړل شوي وي.

تردې دمه سختو بارانونو او واورو اورېدنو د بدخشان، بامیان، دایکندي، غور، سرپل، کندهار، کونړ، ننګرها، کاپيسا، غزني، زابل، پنجشېر، پکتیا، پروان، بغلان، فاریاب، هرات، نورستان، او لغمان ولایتونو ځینې لارې د ترافیکو پر تړل شوي او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام