په خپلو حقونو پسې سرګردانه متقاعدان

یو شمېر تقاعد شویو کسانو له څو میاشتو راهیسې خپل حقوق اخیستي نه‌دي.

دوی وايي، څو ځله یې د تقاعد ریاست، مالیې وزارت او اسلامي بانک ته د پیسو ترلاسه کولو په موخه مراجعه کړې، خو پیسې یې نه‌دي ورکړل شوې.

شریف چې د خپل پلار د تقاعدۍ پیسو پسې راغلی، سلام‌وطندار ته وویل، له زمري میاشتې راهیسې هڅه کوي چې د خپل پلار د تقاعدۍ پیسې واخلي، خو د تقاعد ریاست، بانک او مالیې وزارت تر منځ سرګردانه ګرځي.

د شریف په وینا، کله چې د تقاعد ریاست ته ورشي ورته وايي، پیسې یې د پلار حساب ته استول شوي، خو کله چې بانک ته ځي د بانک مسوولان ورته وايي، پیسې مو حساب ته نه دي راغلي او ستونزه په مالیې وزارت کې ده.

خو د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي، د دغه وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تېر کال باید ټول تقاعد شوي کسان بایومټریک شوي وای، خو دغه تر اوسه دغه پروسه بشپړه شوې نه‌ده. د نوموړي په وینا، له دې سره سره یې پیسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته ورکړې دي.

مسجدي زیاتوي، په نوي مالي کال کې ټولو تقاعد شویو کسانو ته چې بایومټریک شوي، د تقاعدۍ پیسې ورکول کېږي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو له پر‌له‌پسې اړیکو سره سره و نه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام