.jpg)
د بغلان ولایتي روغتون ناروغان او ناروغلرونکي د دې روغتون د نسایيولادي څانګې د ډاکټرانو پر ناسم چلند نیوکه کوي.
د بغلان دوه تنه اوسېدونکي عبدالبصیر او صمیم سلام وطندار ته وايي چې د بغلان ولایتي روغتون د نساييولادي څانګې ډاکټران له ناروغانو سره سم چلند نهکوي چې له همدې امله یې نوي پیداشوي ماشومان په ډول ـ ډول ناروغیو اخته کېږي.
د دوی په خبره، شخصي روغتون کې ورته ډاکټرانو ویلې چې ماشوم سره د زېږون پرمهال پام نهدی شوې ځکه خو مکروبي شویدی.
په بغلان کې د ماشومانو له کړنو ساتنې شبکې مسوول غلامرسول قانع د بغلان ولایتي روغتون کې د ډاکټرانو ناسم چلند مني او وايي چې د ماشومانو مړینه د ډاکټرانو د پام له امله زیات شوېده.
د ده په وینا، پهدې روغتون کې نسبت نورو اوونیو ته دې اوونۍ کې د ماشومانو مړینه ډېره وه.
.jpg)
د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب محمدانور وردک په ځېنو برخو کې د ولایتي روغتون د کارکوونکیو ناسم چلند تاییدوي؛ خو وایي چې اکثره ماشومان ځکه مړه شوي چې په خپل وخت روغتون ته نهدي رسول شوي.
د ده په خبره، په یوه میاشت کې ۳۰ ماشومان مړه شوي او د ډېرو د مړینې علت د کورنیو له لوري له ماشومانو سره د نه پام له امله ګڼي چې پر وخت روغتیايي مرکز ته نه رسول کېږي.
د بغلان د ولایتي روغتون سرطبیب؛ د ډاکټرانو او بستر کمښت د ماشومانو د مړینې اصلي لامل ګڼي او وايي، چې د روغتون نسایي ولادي څانګه ۳۰ بستریز دی، پهداسې حال کې همدا اوس په کې له ۹۰ ډېر ماشومان بستر دي.
ورته مطالب:
له ۵ کلونو د کمعمره ماشومانو مړینه ۸۰ سلنه کمه شوې
غور؛ د درملو له نهشتوالي ۳ ماشومانو او ۲ ښځو ژوند له لاسه ورکړ
فاریاب؛ طالبان ښځې او ماشومان د سپر په توګه کاروي





