په ۱۳۹۴زېږدیز کال کې د ښځو حالت ارزونه

افغان ښځو ۱۳۹۴ زېږدیز کال د فرخندې پر پېښې پيل کړ. فرخنده د ۹۳یم کال د حوت میاشتې پر ۲۸مه نېټه، له نوي کال له پیل نه دوه ورځې مخکې، ارګ ته په څو کیلو مترۍ کې د قران سوځونې په تور، د ځېنو قهرجنو وګړیو له خوا ووهل شوه او بیا یې جسد ته اور ورکړل شو.

د کابل په زړه کې د فرخندې ملکیار وژنه، په غور کې د رخشانې سنګسارېدل او په دُرو د دوو عاشقانو وهل، په فاریاب ولایت کې د خپل مېړه له خوا د رېزه ګلې پزې پرېدل، د پلار له خوا پر تېشه د یو لور وژنه او د سلګونو صحرايي محکمو دایرېدل، په ۱۳۹۴یم کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي څو سترې بېلګې دي.

افغان ښځې له بېلابېلو تاوتریخوالو، لکه جنسي تېريو، ناموسې وژنو، په هر چاپېریال کې له ځورونو، اجباري ودونو، په بدو کې له ورکونو او توهین سره مخې دي.

د تاوتریخوالي زیاتوالی:

د نړیوالو او کورنیو بنسټونو له خوا خپاره شوي راپورونه وايي، چې په افغانستان کې د افغان ښځو د تاوتریخوالي ګراف د تېر کال په پرتله سږکال لوړ شوی دی.

په کابل کې د بشري حقونو کمېسیون رییس شمس احمدزي سلام وطندار ته وویل، چې دوی په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۵۱۳۲ قضيې ثبت شوې وې، چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۵،۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

احمدزی وايي، چې د ثبتو شویو شمېرو له جملې نه ۱۴۱۷ مورده (۲۷،۶۱سلنه) فزیکي تاوتریخوالی شوی. ۳۹۸ مورده (۷،۷۶ سلنه) جنسي تاوتریخوالی شوی، ۱۷۴۳ مورده (۳۳،۹۶ سلنه) لفظي او رواني تاوتریخوالی شوی او ۱۰۹۸ مورده (۲۱،۴ سلنه) اقتصادي تاوتریخوالی شوی دی.

احمدزي همداراز وویل، چې د ۱۳۹۴یم کال په جریان کې د ښځو د قتل ۲۴۱ قضیې ثبت شوي، چې د دې پېښو ډېرې رېښې اقتصادي ستونزې دي. په دې کې ۱۱۹ مورده ناموسې قتلونه او ۱۲۲ هدفي او قصدي وژنې شوې دي، په داسې حال کې، چې په ۱۳۹۳ کال کې د قتل ۱۶۲ مورده ثبت شوي وو، چې د ۹۴یم کال په پرتله ۴۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د تاوتریخوالي د زیاتوالي دلیلونه:

په کابل کې د بشري حقونو د کمېسیون مشر فقر او بې کاري د تاوتریخوالي د زیاتوالي اصلي عوامل ګڼي.

احمدزی په لېرو پرتو ولایتونو، په ځانګړې ډول د حکومت له کنټرول نه په وتلو سیمو کې د قانون نه حاکمیت، له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي دلایل ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې، په ۱۳۹۴یم کال کې د هېواد په شمال کې د ښځو زیاتې وژنې شوې دي. د هېواد د شمال نه د قتل ۶۲ پېښې ثبت شوي، چې د ټول هېواد د قتلونو شاوخوا ۲۸،۲ سلنه پوره کوي.

په هرات کې د ځان سوځونې زیاتوالی:

په تېرو کلونو کې د هېواد غربي هرات ولایت کې د ځان وژنې او ځان سوځونې ډېرې پېښې شوې وې. په ۱۳۸۸یم کال کې په ټول هېواد کې ۱۰۰ ښځو ځان سوځونه کړې وه، چې په دې کې ۶۴ د هرات ښځې وې.

خو اوس د هرات د ملکی روغتون مسوولان وايي، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله په دې ولایت کې د ځان وژنې او ځان سوځونې پېښې ۹۰ سلنه راکمې شوې دي.

لاسته راوړنې:

سره له دې چې د ښځو له پاره زیاتې ستونزې موجودې دي، خو بیا هم افغان دولت د ښځو حقونو په برخه کې ډېر کار کړی دی.

په کابینه کې څلور ښځینه وزیرانې، په بهرنیو هېوادونو کې د افغان دولت له لوري د څوو ښځینه وو سفیرانو مقررول، د سترې محکمې د عالي شورا په غړیتوب کې د یوې مېرمنې غړیتوب، په دولت کې څو لوړیو څوکیو کې د مېرمنو ګومارل او په بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو کې له ۲۰۰ زیاتو ښځینه پولیسو ګومارل؛ د ښځو د حقونو په برخه کې له سترو لاسته راوړنو څخه شمېرلی شو.

د ښځو چارو وزارت د پروګرام او پالیسۍ رییسه رحیمه ظریفي وايي، چې په کابینه او دولتي ادارو کې د جنډر کمېټې جوړول، د ښځو د ځورولو د منع مقررې، د ښځو جنسي ځورولو منع کول، له ښځو د ملاتړ مرکزونو جوړول، د عدالت له پاره د زنداني ښځو لاس رسی او له ښځو سره د تاوتریخوالي منع قانون دریېم راپور خپرول؛ د ښځو د حقونو په برخه کې مهم کارونه دي.

مېرمن ظریفي د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک پلي کولو له پاره د پروګرام معرفي کول، د تاوتریخوالي قرباني شویو مېرمنو له پاره د مالي مرستې صندوق جوړل او د ښځو له پاره د یو ځانګړي پوهنټون جوړولو ژمنه، د ښځو په برخه کې له نورو لاسته راوړنو څخه ګڼي.

په روان لمریز کال کې د افغان مېرمنې د لوبو په برخه کې ډېرې بریاوې خپلې کړې وې.

د ایټالیا د پارلمان استازیو د افغان ښځینه بایسکل ځغلونې د یو ګروپ ښځینه لوبغاړې د سولې په اړه د نوبل نړیوالې جایزې ته نوماندانې کړې.

۲۲ کلنې سیما غلامي د لومړي ځل له پاره د سویلي اسیا د المپیک په سیالیو کې د لومړۍ افغانې مډال ګټونکې مېرمنې په نوم د لوبو په تاریخ کې ثبت شوه او همدا ډول په دې لوبو کې درې نورو مېرمنو هم مډالونه وګټل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام