د برچي د سنکر اوسېدونکي: پايې شته؛ خو برېښنا نه‌شته

د کابل د دشت‌برچي د سنکر سیمې اوسېدونکي د مډرن ژوند د نورو اسانتیاوو تر څنګ له برېښنا هم محروم دي. دولت دې سیمې ته د برېښنا پایې غځولي؛ خو د برېښنا درک نه لګېږي. د برېښنا په بدل کې یې دوی ته د لمریزې برېښنا ښيښې ورکړي چې کورنه یې روښانه او مبایلې چارج شي.

دا چې لمریزې برېښنا د سنکر سیمې د اوسېدونکیو ژوند کې څومر بدلون راوستی، هلته ورغلو. سنکر د دشت‌برچي د دشت‌برچي لېرې د ښار او اطراف په منځ کې پرته ده. له دوړو ډک واټ نه تېر شوو. هېڅ موټر نه و چې له یو بله مخکي شوي‌وی. خلکو د موټرو د لوړې کرایې له امله پلی تګ ـ راتګ کولو.

په یو څنډه کې مې په دوړو ککړ سړي باندې سترګې ولګېدې. طاهر نومېد. دی د هماغې سیمې اوسېدونکی و. پوښتنه مې ترې وکړه چې د سنکر اوسېدونکي له لمریزې برېښنا ګټنه کوي؟ په موسکا یې ځواب راکړ چې پرته له غریب سړي څوک لمریزه برېښنا کاروي؟ غوښتل مې ورته ووایم چې اوسمهال ټول مخ‌پر وده هېوادونه لمریزه برېښنا کاروي؛ خو بېرته غلی شوم. طاهر خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې ۷ نفري کورنۍ لرۍ او د دشت‌برچي په بازار کې د پنچرنیونې دوکان لري. د ده ورځنی عاید تقریباً دوه سوه افغانۍ دی. د ترکارۍ او ډوډۍ د غرمنۍ په تیارولو سره یې بلنه راکړه چې د کور لمریزه برېښنا یې ووینو.  

کور نه و، یوه څلوردېوالي وه چې د یو دېوال په کونج کې یې لمریزه ښېښه او بطري د لمر شغلو ته اېښودل شوې‌وه. طاهر لمریزې برېښنا ته اشاره وکړه او ویې ویل، له‌ لمریزې ښېښې یوازې د یو ګروپ او د مبایل چارجولو په پار ګټنه کولی شي. هغسې چې طاهر وايي، که اسمان شین وي او لمر وي؛ نو لمریزه ښيښه کار ورکوي او که نه وي؛ نو بیا د شمعې او تېلي څراغ د دې سببېږي چې د کورنۍ غړي یو بل وویني.

د طاهر د کور په څو متره کې یوه مېرمن چې د اوبو سطلونه یې په لاس کې وو، وايي چې د ۶ بچو مور ده او له کلونو راهیسې د برچي په سنکر سیمه کې ژوند کوي. دغه مور د لمریزې برېښنا ښيښي له وېش ځېنې خورا خوښه ده. هغې وویل، په تېر کې دا هم نه وې او ټول کور به له ماښام په اوو بجو وېده کېدل؛ دا ځکه هېڅ داسې څه د وېښ پاتې‌کېدو او د نندارې له‌پاره په کور کې نه وو.

شایسته هم د برېښنا پایې ته اشاره کوي او ګیله‌منه ده، وايي چې له کلونو راهیسې د دې سیمې خلک د برېښنا د پایېو زیارت کوي؛ خو تر اوسه د برېښنايي مزي پرې ونه غځېدل. نوموړې وايي، د خدمتونو دغه ډول څرنګوالی له دولت سره نه ښيي چې تل یې په نوم د متوازنې پراختیا خبرې کوي. دغه مېرمن د خپلو هیلو کیسه کوي، وايي، دا یې ارمان دی چې یو ورځ یې د خونې څراغونه او ټلوېزیون روښانه شي.

د سنکر خلکو روایتونه، حال او احوال مو د برېښنا شرکت له ویاند وحیدالله توحیدي ته ورسولو. ښاغلي توحیدي په خورا زغم زموږ خبرې واورېدلې او بیا یې د سنکر خلکو له‌پاره د برېښنا شرکت د برېښنا انرژۍ وېش او لمریزو ښيښو په اړه خبرې ـ اترې وکړې.

هغه وویل، غریبو کورنیو ته د لمریزو ښيښو وېش د برېښنا شرکت یو له پلانونو دی چې د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته او همکارۍ په لنډمهال کې عملي شوی‌دی.

توحیدي وايي، په اوسمهال کې د مطلقې تیارې پر ضد د مبارزې یوازېنۍ هغه همدا چاره ده. د هغه په وینا، تر دې مهاله یې په سروبي، خاک‌جبار، دشت‌برچي او هېواد ته د بېرته راستونو شویو وطنوالو یې له یونیم زرو زیاتې لمریزې ښيښې وېشلې دي.

د ښاغلي توحیدي په خبره، د لمریزو ښيښو ذخیره‌يي ځواک خورا تر هغې زیات دی چې ښاغلي طاهر یې ادعا کړې‌وه. د ښاغلي توحیدي په وینا، د لمریزو ښېښو هره یوه تخته د یو ګروپ د ۷۰ ساعتونو لګښت انرژۍ د زېرمه‌کولو ځواک لري.

هغه وايي، د برېښنا شرکت ۳۳ زره د لمریزې برېښنا تولیدوونکي څلور تخته‌يي هندارې چې د ټلوېزیون، یخچال، د کالیو مینځلو ماشیونونو او د ډوډۍ پخولو داشونو روښانونو ظرفیت لري چې د ښار څنډو او لېرې پرتو استوګنونو ته یې وېشلې دي.

د برېښنا شرکت مسوولان وايي، پلان لري چې د دولتي بنسټونو ۱۵ مېګاواته برېښنا له لمریزې انرژۍ ورپوره کړي چې په وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه راکمه کړي.

سره له‌دې چې لمریزې برېښنا د پلازمېنې لېرې پرتې سیمې او نور ښارونه یې له وارداتي برېښنا محروم کړي‌دي؛ خو برېښنا لږ تر لږه یوه خونه روښانه کړې او له سنتي ژونده یې یو څنډه راکمې کړې‌ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام