په خوست کې ۲۱۹ ښوونځي وتړل شول

نن شنبې د (می پر ۶مه) د خوست د مرکز په ګډون په ځاځي‌میدان، علي شېر، باک او صبري څلورو ولسوالیو کې د ښوونکیو د کار بندیز له امله ۲۱۹ ښوونځي وتړل شول.

د علي‌شېرو ولسوالۍ د عالي لېسې ښوونکي رییس حسن له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د دوی د اعتصاب په ترڅ کې به تر هغې پورې دا شمېر ښوونځي تړلي وي، چې دوی ته د سرپناه له‌پاره ځمکې نه‌وي ورکړل شوې.

ده دا هم وویل، چې د ۱۳۸۳ کال راهیسې يي د حکومت هرې ادارې ته خپل غږ رسولی؛ خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی. حسن زیاته، تر هغې ښوونځي نه پرانیزي، چې د دوی حقوق نه‌وي ورکړل شوي.

ښوونکی جمال‌الدین د معترضو ښوونکیو له ډلې دی، وايي چې له ۱۳۵۷ کال راهیسې یې په بېلابېلو سیمو کې د ښوونکي دنده اجرا کوي؛ خو تر اوسه حکومت د سرپناه په پار ځمکه نه‌ده ورکړې.

د ده پر وینا، له دوی نه مخکې ځېنو ښوونکیو ته ځمکې ورکړل شوي؛ خو د دوی برخه لا نه‌ده ورکړل شوې. دی غوښتنه کوي، چې د دوی حقوق دې ورکړل شي؛ ګنې ښوونځي به همداسې تړلي وي.

د ښوونکیو په‌دې اعتصاب کې د یادو شویو څلورو ولسوالیو ترڅنګ د مرکز اړوند شمل، لکڼ، متون سیمو ښوونځي هم تړل شوي‌دي.

د معلوماتو له مخې، په‌دې ټولو ښوونځیو کې ۳۴۴۹ ښوونکي دندې لري. د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمداکبر تڼي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، که‌چېرې ورسره اړوندې ادارې مرسته ونه‌کړي؛ دا ډول ستونزې به جریان پیدا کړي.

د ده په خبره، له پورته رانیولې تر ټیټي کچې پورې ټول چارواکي په خپلو ژمنو ولاړ خلک نه‌دي او همدا لامل دی، چې دا ډول ستونزې رامنځته کېږي.

د خوست د ولایت مقام ویاند محمدمبارز ځدراڼ وايي، هغه ښوونکي چې پخوا ورته ځمکې بېله شوي؛ د هغوی د نمرو په وېش کې ځېنې ستونزې وې؛ چې اوس حل شوې او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي او کومو ښوونکيو چې په  نوملړ کې نومونه نه‌شته؛ هغوی ته د ځمکو له تثبیت نه وروته ځمکو د وېش لړۍ پیلېږي؛ خو یو څه وخت ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې نن ورځ په خوست کې د اسماعیل خېلو او نادرشاه کوټ سپېرې ولسوالیو ۲۲۵ تنو ښوونکیو هم سوله‌ییز لاریون وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه، چې په وېشل شویو ښارګوټو کې ورته د کارزمینه برابره کړي.

د رسمي معلوماتو له مخې، په تړل شويو ښوونځیو کې ۱۸۳ زره زدهکوونکي په زده‌کړو بوخت وو؛ خو له نن ورځې وروسته به دا شمېر زده‌کوونکي تر نامعلوم وخته پورې له زده‌کړو بې‌برخې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام