کورونا؛ کابل کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له هراته لوړ شو

د عامې روغتیا وزارت وايي، یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ويروس ۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره د هېواد په کچه په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۹۶ کسانو ته ورسېد.

د ياد وزارت وياند وياند وحيدالله مايار نن په يوه خبري غونډه کې وويل، له ثبت شويو پېښو ۵۲ په کابل کې، ۵ په لغمان، ۴ په ننګرهار، ۴ په بغلان کې او ۱ هم په پکتیا کې ثبت شوې ده.

مايار دغه راز وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله څوک نه دي مړه شوي خو ۱۵ کسان ترې روغ شوي او خپلو کورونو ته استول شوي دي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال په کابل کې ۳۸۵ کسان پر کورونا اخته شوي او ورپسې ۳۳۴ بيا په هرات کې پر ياد ويروس اخته شوي دي.

د يادولو ده چې په افغانستان کې له کورونا وېروس تراوسه ۳۶ کسان مړه شوي او ۱۵۰ ترې رغېدلي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام